د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د پېښور ناورین ویر


هند: د هند سیلکوري په یوه ښوونځي کې ماشومان د پېښور ناورین ټولوژنه کې ښکار شوو ماشومانو سره خپل پیوستون ښيي. ۱۷م ډیسېمبر۲۰۱۴
هند: د هند سیلکوري په یوه ښوونځي کې ماشومان د پېښور ناورین ټولوژنه کې ښکار شوو ماشومانو سره خپل پیوستون ښيي. ۱۷م ډیسېمبر۲۰۱۴

په کابل، نوي ډيلي، انقره، احمد اباد،انقره، بارسلونا او سري نګر په ګډون ګڼو ښارونو کې ټولیزه دعاګانې وکړې او ډیوې یې بلې کړې وې. تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې د پېښور وژل شوو ماشومانو لپاره د جنازې غایبانه لمونځونه وشول.

کابل، نوی ډیلی، انقره (بهرنۍ رسنۍ) ګڼې بهرنۍ رسنۍ لیکي چې، د افغانستان، هند، او ترکیې په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د پېښور ناورین ویر ولمانځل شو. د هند په ولسي جرګه «لوک سبها« او د دغه هېواد په لربر ښوونځيو کې د دوو منټو »دقیقو» لپاره چوپتیا ونیول شوه. او لوک سبها یې د پېښور ناورین غندنې وړاندیز په یوه خوله ومانه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي پر ټویټر ټولینزه پاڼه د پېښور ناورین غندنه کړې وه.

د جهاني خبري رسنیو له مخې، په ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنه، ویټيکان، افغانستان، هند، سعودي عرب، بنګله دېش، کاناډا، آسټرالیا، بریتانیا او فرانسې په ګډون ټوله نړۍ کې د غندنې بیانونه خپاره شوي او پر پېښور ناورین یې خپګان او خواشیني ښودلې.

ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له سپینې ماڼۍ په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د امریکا له سپینې ماڼۍ خپاره شوي یو بیان کې ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د متحده ایالات د پاکستان په پېښور کې پر یوه ښوونځي ترسره شوی وحشي برید په کلکه غندي.

نوموړي ویلي چې د دوی خواخوږي له هغو ټولو ویرلړلو کورنیو سره ده چې په پېښه کې یې خپلخپلوانو ته مرګژوبله اوښتې. د ولسمشر په خپاره کړي بیان کې راغلي، په کرغېړن برید د زده کوونکو او استادانو په نښه کولو سره ترهګرو یو ځل بیا خپل لېونتوب وښودلو.

ولسمشر اوباما وايي، چې امریکا له پاکستاني ولس سره ترڅنګ ولاړه ده، نوموړي په خپل بیان کې له پاکستاني حکومت سره د امریکا ژمنیتا تکرار کړې چې هغوی یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې د سولې او ټېکاو رامنځ ته کولو په برخه کې کوي.

ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سېشنبه) ماښام د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې په پېښور کې د غمجنې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

((د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب په دغه غمجنه پېښه کې د پاکستان د خلکو په غم کې شریک یو او دغه تروریستي، وحشیانه، غير اسلامي او انساني کړنه په کلکو ټکو غندو.))

نن سېشنبه وسله والو په پېښور کې پر یو ښوونځي برید کړی چې د راډیو پاکستان په وینا په دې پېښه کې ۱۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان اجراییوي رییس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجراییوي رییس عبدالله عبدالله

د افغانستان اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په خپل پیغام کې وايي، په ډېره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړی، چي نا معلومو وسلوالو د پاکستان په پېښور ښار کي پر یوه ښوونځي په برید کي تر ۱۲۵ زیات کسان ووژل.

د افغانستان خلک په دې غم کي د پاکستان د دوست هیواد له خلکو سره شریک دي او ټولو خوږمنو ته د خدای له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوي.

دې پېښې یو ځل بیا وښوده، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني هېوادونه دي. ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړی، چې د افغانستان او پاکستان ولسونه په کې سوځي.

له ترهګرۍ د اوزارو په توګه استفاده کول، د هېچا په ګټه نه ده او که له دې پدیدې سره، چې اوس یې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتینې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سیمه لاندې کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد كرزي په پېښور كې هغه تروريستي حمله په شديدو ټكو غندي چې په ترڅ كې يې د يو ښوونځي ۱۳۲ زده کوونکي ووژل شول او تر ۱۲۲ زيات ټپيان شول.

دغه بريد نن سېشنبه سهار د پېښور پر ورسک سړک په یوه ښوونځي کې د نږدې شپږتنه وسله والو ترهګرو لخوا پيل شو چې تر ماښامه يې دوام درلود.

حامد كرزي دا د هغې كرغېړنې جګړې برخه بولي چې زموږ په سيمه په تېره د ډيورنډ دواړو غاړو كې مېشت خلك يې قربانيان دي. د داسې وحشيانه حملو ترسره كول د اسلام د مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دى او په هېڅ توګه نشي توجيه كېداى.

حامد كرزى د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداي (ج) له درباره صبر او ټپيانو ته زغرده روغتیا غواړي

د بریتانیا پارلمان د پېښور ناورین شهیدانو ته پیرزوینې وړاندې کړې.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېویډ‌ کېمرون د خېل هېواد ولسي جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې بې ګناه ماشومان په بېدردۍ وژل د ټول انسانیت لپاره توره ورځ ده. نوموړي پر ټویټر هم د پېښور ناورین غندنه کړې وه.

پوپ فرانسیس
پوپ فرانسیس

د عیسویان مشر پوپ فرانسیس د پېښور ماشومانو وژنه په کلکه وغندله او دا یې له انسانیته وتلې کړنه وبلله.

د آسترالیا لومړی وزیر ټوني ابټ
د آسترالیا لومړی وزیر ټوني ابټ

د آسترالیا لومړي وزیر ټوني ابټ په خپل بیان کې د وسله والو طالبانو له لوري په خونړي برید کې د ماشومانو پر وژنه خپګان او خواخوږي وښودله. او ویلي یې دي چې دا ناورین په ویی «الفاظو» کې نشي بیاندېدلی.

د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مېرکل
د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مېرکل

د جرمني لومړی وزیرې انګیلا میرکل ويلي د پېښور پر وړوکیو ماشومانو دترهګرۍ دغه پېښه او ناورین چې څومره هم وغندل شي لږ دی. دا ويي، چې پر ښوونځي برید دې سخته لړځولې ده. د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرېنک والټیېر ویلي دي چې په ترهګرۍ ځپلي هېواد کې اورپکي د خپلو مخکینیو ډارنو ګامونو تر ټولو پولو تېر شول.

د سعودي عرب ځایناستی شهزاده سلمان بن عبدالعزیر
د سعودي عرب ځایناستی شهزاده سلمان بن عبدالعزیر

د سعودي عرب ځایناستي شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د پېښور ناورین غندلی او سخته خواشیني یې ښودلې. د سعودي عرب مفتي اعظم، د سعودي علماء شورا مشر شېخ عبدالعزیز بن عبدالله هم پرپېښور ناورین غندلی سخته خواشیني ښودلې، او ویلي یې دې چې د ترهګرۍ دغه کاروايي چې څومره هم وغندل شي کمه ده، او په خبره یې د دغه ترهګرو له اسلام سره هېڅ اړیکه نشته.

د عربي ټولنې عمومي منشي ډاکټر عبدالطیف د پېښور ماشومانو زده کوونکو ټولوژنه باندې د پاکستان له ولس سره خواخوږي وښودله.

د اردن ملکه رانیا عبدالله
د اردن ملکه رانیا عبدالله

د اردن ملکې رانیا عبدالله د خواخوږۍ په خپل پیغام کې ویلي چې ترڅو به بې ګناه ماشومان د خپل ژوند بییه ورکوي.

د کاناډا لومړی وزیر سټیفن هارپر
د کاناډا لومړی وزیر سټیفن هارپر

د کاناډا وزیر اعظم سټیفن هارپر ویلي چې د دغه زړه بوږنونکي ناورین په دې سخته ګړۍ کې له پاکستاني ولس سره ولاړ دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بنګله دېش لومړۍ وزیره حسینه واجد
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بنګله دېش لومړۍ وزیره حسینه واجد

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پاکستان سره د پېښور ناورین په اړه خپل پیوستون وښود. د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینه واجد د پېښور ښوونځي ناورین کې د ماشومانو زده کوونکو پر ټولوژنه د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواږي ښودلې.

XS
SM
MD
LG