د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون د وینې څومره ارزاني ده


محصل شهید شو، فارغ نه شو مور یې په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه

د ‌ډسمبر ۱۶مې خونړۍ پېښه که یو خوا ته عام خلک ځورولي دي، بل خوا یې شاعران هم ناڅاپه قلم رااخیستو ته هڅولي دي. که ټولنیزې مېډیا یاني فېسبوک او نورو ته نظر واړوو، نو ګڼ زړه راکښونکي شعرونه ترسترګو کېږي، چې د پېښور ناورین په درشل کې لیکل شویدي.

عقیل یوسفزیي پر خپل فېسبوک پاڼه د یو شاعر دا شعر کښلی دی:

نن ځمه له شېخ سره خبره سپینومه

پېښور دې راته پرېږدي، جنّت ورته پرېږدمه

په دې شعر کې شاعر د مذهب په نوم له خونړۍ پېښو سخته بېزاري څرګندوي او غوښتنه کوي چې وطن دې یې سوله ایز وساتل شي.

له کلا سېف الله سره تعلق لرونکی شاعر،واجد تږي پر خپل فېسبوک پاڼې د ځایي شاعر، هنرمل کاکړ دا خوندور شعر نقلوي، چې د پېښور ناورین عجبه منظر کشي کوي:

پېغلې او زلمي دې بیا خوړلي، پېښوره دي

بیا دې په سرو وینو کښې لامبلي، پېښوره دي

ته لکه مین دروغجن اوښکې اوښکې نه ژاړې

وینې وینې، وینې دي ژړلي، پېښوره دي

له لورالایي (بوري) سره تعلق لرونکی شاعر سلطان زخپېل یو ډېر خوندور د اردو ژبې شعر نقل کړی دی چې له پښتو ژباړې سرهدلته وړاندې کېږي. په دې شعر کې که څه هم سړی په ظاهره داسې ښکاري چې ګواکې شاعر په طنز کې خبره کوي، مګر حقیقت کې شاعرډېر درددېدلی دی او له شعره یې عجبه درد په درد نعرې او بغارې وهي:

آج بهي غېب سې امداد اوتر آیي هې

خوش هویې آج بهي تابوت بنانې والې

ژباړه (نن هم له غېبه مرسته راغلې ده او په دې به د مړیو تابوت جوړونکي څومره خوشاله وي چې ښه ډېر روزګار یې نن ورځ په برخه شو)

صناب اپرېدي د وژل شوي ماشوم زده کونکي مبین شا له تصویر سره د اردو ژبې دا شعر نقل کړی دی،چې ژباړه یې دلته وړاندې کېږي:

زموږ وینه هم شامیله د چمن په ښایستوب کې ده

زموږ یاد به در راشي، چې چمن باندې بهار راشي

کبیر افغان او سید احسان آغا د کوم نامالوم شاعر دغه ټپه نقل کړېده، چې د پېښور غمیزې پوره داستان اوروي:

محصل شهید شو، فارغ نه شو

مور یې په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه

د عارف جان په نامه یو کس د یو فرضي ماشوم داسې عکس پر خپلې فېسبوک پانې لګولی دی پر کوم چې وسله والو ټوپکان نیولی دی او ماشوم په سخت ویره کې دا شعر وایي:

ما مه وژنه سړیه!

زه ماشوم، څه قصور وار یم؟

زه د مور د سترګو تور یم،

زه د پلار د ژوندون یار یم

د شپور مومند په نامه یو کس بیا دا شعر لګولی دی. څرګنده نه ده چې خپل شعر یې دی که د بل غه یې نقل کړی دی،خو دا ده چې شعر د پېښور پېښه عجبه او دردناکه منظر پېښوي:

خلک هسې ګیلې کاندي چې ګراني ده

د پښتون د وینې څومره ارزاني ده

هم داسې یو ورته او خوندور شعر اجمل خان محمد زیي کاږي.دغه شعر هغه د پېښور یوې ماشومې په وینو سرې چپلې سره څه داسې شریکوي.

زندګي شوه له کارتوسو نه ارزانه

څومره ډېر شو دا روزګار په پېښور کې

که نظر ور واړوو،نو پر ټولینزه رسنیو سوشل مېډیا خلکو د پېښور پېښه د شعر په ژبه عجبه او په ځانګړي انداز منظر کړېده.

XS
SM
MD
LG