د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ملالې نوبل جایزه پښتنو نجونو لپاره هڅونکې نخښه ده'


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د بلوچستان یوه ښځینه کارکونکې ثنا خان دورانۍ وایې چې د نوبېل سولې نړیواله جایزه د پښتنو نجونو لپاره یو لوی مثال دی

بلوچستان کې ښځینه کارکونکیو او زدکونکیو نجونو د ملالې یوسفزۍ پر نوبل امن جایزه ګټلو خوښي ښودلې او وزیاتوي یو خو به دا جایزه د سیمې نورو ښځو او د امن د ښېګړې لپاره ګټوره ثابته شي، بل به د دې له برکته پر پښتنو تپل شوي ځینې نومونه هم له منځه لاړ شي او پهخبره یې، اوس به خلک پښتانه د امن خوښونکیو په مانا یادوي.

د بلوچستان یوه ښځینه کارکونکې ثنا خان دورانۍ وایې چې د نوبېل سولې نړیواله جایزه د پښتنو نجونو لپاره یو لوی مثال دی:

«یوه کوچنۍ نجلۍ له خنډونو او مشکلاتو سربېره پورته کېږي او د خپل حق لپاره غږ پورته کوي او بیا ترپایه پر خپل دریځ ټینګه ولاړه وي، دا یقینًا هغه څه دي چې ملاله یې تر نوبل جایزې ورسوله او دا هر هغه څه دي چې زموږ لپاره هم یو مثال دی چې باید زموږ نجونې او ښځې هم راپورته شي او خپلې ټولنې ته کارونه وکړي.»

ثنا خان دورانۍ زیاتوي چې د ملالې دغه جایزه به نورې پښتنې نجونې هم د تعلیم او امن پر لور وهڅوي:

«نن سبا هم موږ خپلو سیمو کې بهر کارونو ته وځو. سبق ویلو ته وځو او د عادي ژوند نورو چارو ته وځو نو ډېر خنډونه محسوسوو. ډېرې هغه ستونزې دي چې پر دغه مهال موږ ورسره مخامخېږو، نو د ملالې په دې انعام سره به دا وشي چې خلک به خپل غږ اوس پورته کول لازمي ګرځوي. اوس به ښځې دا فکر هرومرو کوي چې په غږ پورته کولو او پاڅېدلو کې ګټه هم شته او لارې هم هوارېږي. باید چې اوس زموږ ښځې ملالې ته په کتلو د واکمنانو په خلاف او د هغو چا پر ضد غږ پورته کړي چې دوی په ټولنه کې له بې ځایه او ناوړه مشکلاتو سره مخامخوي»

د کالج یوه زده کونکې، پلوشه بیا نظر لري چې د ملالې په امن جایزې سره به اوس پر پښتنو تپل شوي ځینې بې ځایه نومونه له منځه ولاړ شي او اوس به خلک حقیقت وپېژني چې پښتانه خو سم خلک دي او په سمو نومونو باید چې یاد کړل شي:

«بهرنۍ نړۍ فکر کوي چې ګواکې پښتانه ترهګر یا ترهګري خوښوي او دوی په ځانونو پسې بمونه تړي، چاودنې کوي او جنګونه خوښوي، خو اوس به د ملالې له برکته دوی ته مالومه شي، چې نه، داسې نه ده. دلته خلک ډېر پُرامنه او سوله ایز دي او همېش له بدو، جګړو او شخړو بېزاره وي»

ثنا خان دورانۍ هم دغه خبره کوي. دا وایې،د ملالې نوبېل جایزه دا ثابتوي چې پښتانه او په پاکستان کې اوسېدونکي عام خلک امن خوښونکي دي. د دې په خبره، اوس به دوی پر نړۍ دا فشارهم اچولی شي چې باید د دوی سیمو ته دې پاملرنه وشي او په امن بحالولو کې دې د خلکو مرسته وکړل شي.

یاده دې وي،د سوات ملالې یوسفزۍ ته د تېرې چارشنبې په ورځ د ناروې په اوسلو کې د نوبېل سولې نړیواله جایزه وسپارل شوه.

XS
SM
MD
LG