د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان حکومت د کونړ دانګام کې جګړې ته پام نه کوي'


د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ډله ییزې حملې له پيل وروسته په ولسي جرګه کې د کونړ وکیلان افغان حکومت تورنوي چې د دانګام امنیتي وضعیت ته یې پاملرنه نه ده کړې.

دغه وکیلان وایي حکومت په تېرو کلونو کې د کونړ او په خاصه توګه دانګام ولسوالۍ امنیتي وضعیت له پامه غورځولی دی.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي غلام سخي مشواڼي ازادي راډیو ته وویل چې په دانګام کې ګڼو ولسي افغان وګړو ته هم زیان رسېدلی دی.

«اوس دغه څو سیمې چې په دانګام ولسوالۍ کې دې لر سورکمر، کڅۍ، کوړه ګوخړ، کارکوړ او څاونو کې له دوو ورځو شدید جنګ روان دی. ملي اردو او سرحدي پولیس کارکوړ سیمې ته ورسېدلي خو محاصره شوي دي. د حکومت له خوا نه هوايي کمک وشو نه ځمکنی»

په ولسي جرګه کې د کونړ یوه بل استازي صالح محمدصالح وویل کوم افغان سرتېري له وسله والو مخالفینو سره د جګړې توان لري خو سم تجهیزات نشته ورسره.

«دولت تر اوسه په دې دوو ورځو کې دې ولسوالۍ ته نه د هوايي او نه ځمکني ځواک رسېدګي وکړه، د مخالفینو له خوا نه پلچکونه،پلونه ټول سړک خراب شوی دی. هغه امنیتي ځواکونه چې هلته په خط کې دي هغوی ښه جرائت او ایمانداري دنیا ته وښودله خو دولت باید امکانات ورته نور هم ډېر کړي او امکانات ورته برابر کړي.»

د دانګام په ولسوالۍ کې د یکشنبې له سهاره جګړه پیل او تر ماښام یې دوام وکړ، د دوشنبې ورځ په سهار هم جګړه پیل شوه چې تر دولسو بجو یې دوام وکړ.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل په دې جګړه کې چې وقفه يې ده، شاوخوا دوه زره وسله والو مخالفینو چې پاکستاني او نور بهرني هم پکې شامل دي برخه اخیستې ده.

«څه باندې دوه زره وسله وال کسان یې ټول کړي چې پکې مهاجر سواتي وسله وال، لشکرطیبه او د پاکستاني طالبانو د تحریک کسان شامل دي. دغه خلک د ډیورنډفرضي کرښې له هاخوا راغلي او حملې یې کړي دي. کومو کسانو چې حملې کړي موږ هم پرې حملې کړې او په نتیجه کې یې د هغوی اتلس کسان وژل شوي او اته ویشت نور هم ژوبل دي. افغان پوځیان توپچي له لارې هم جګړه کوي او اوس وخت هوايي پوځ هم خپل ملاتړ ترې شروع کړی او ځينې سیمې بمباروي.»

ښاغلی سیدخیل وايي په دې جګړه کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د ملي دفاع وزارت هم وایي چې په دانګام کې له دوو ورځو راهیسې وقفه يي جګړه روانه ده خو افغان پوځیان یې هراړخیزه دفاع کوي.

کارپوهان وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ خلاص سرحد او د سم کنټرول نشتوالی ددې لامل کیږي چې له پولې هاخوا وسله وال په ډېره اسانۍ د افغانستان خاورې ته دننه او خپل فعالیتونه وکړي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل.

XS
SM
MD
LG