د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست زده کوونکو کانکور ازموینې ته ښه تیاری نیولی


په خوست کې د تعلیمي او تحصیلي موسساتو مسوولین وايي، چې سږ کال د خوست د ښوونځیو فارغینو د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کې د شمولیت له پاره ښه تیاری نیولی او دوی هیله من دي، چې د کانکور د شاملینو یوه لویه برخه به د افغانستان بیلابیلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.

په خوست کې د تعلیمي او تحصیلي موسساتو مسوولین وايي، چې سږ کال د خوست د ښوونځیو فارغینو د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کې د شمولیت له پاره ښه تیاری نیولی او دوی هیله من دي، چې د کانکور د شاملینو یوه لویه برخه به د افغانستان بیلابیلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.

د خوست پوهنې رئیس د شنبې په ورځ د کانکور د ازموینې په پیل کې مشال راډیو ته وویل، چې سږ کال نه یوازې زده کوونکو په خپلو ښوونځیو کې په درسونو کې کوښښ کړی، بلکې تر څنګ يې د دولسمو ټولګیو زده کوونکو او فارغانو په یو شمېر ښوونیزو او روزنیزو کورسونو کې هم زده کړې کړې دي.

د پوهنې رئیس دا هم وویل، چې سږ کال په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر موسسو له خوا هم د کانکور د اماده ګۍ له پاره کورسونه او اوږدمهالې برنامې جوړې شوې وې:

((ډېریو زده کوونکو د ښوونځیو له زده کړو سربیره کورسونه هم تعقیب کړي دي، په ژمنیو رخصتیو کې يې هم خپله خوارې کړې ده، د تېرو کالونو د تجربو نه په استفادې د کانکور د ازموینې د صحنې او د پوهنځیو د انتخاب سره هم بلد شوي دي، نو د زده کوونکیو دې تدابیرو ته په کتو موږ ډاډه یو، چې سږ کال به زموږ په ډېر تعداد کې شاګردان لوړو زده کړو له پاره پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.))

په خوست کې د سږنۍ کانکور ازموینې له پاره۴۸۶۰ تنو د دولسمو ټولګیو فارغینو او یو شمېر د تیرو کالونو فارغانو چې ټوله شمېره يې پنځه زره کسانو ته رسیږي او خواوشاه څلورسره تنه نجونې دي، د کانکور د شمولیت کارتونه ترلاسه کړي دي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنوال محمدرسول باوري مشال راډیو ته وویل، چې سږ کال يې تر ټولو زیات فوکس د کانکور د صحنې پر شفافیت دی، چې تاسو وینئ، د کانکور د ازموینې صحنې ډېرې ښې برابرې شوي او د نظارت د مسوولو کسانو پرته د ازموینې صحنې ته څوک نه شي داخل یدای.

ښاغلي باوري وايي، چې شیخ زاید پوهنتون تر دوه زره پورې د نویو محصلانو د جذب ظرفیت لري، خو دی هیله من دی، چې د کانکور ډیری ګډونوال به د افغانستان بیلابیلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي:

((د ۹۳ او ۹۴ لمریزو کالونو له پاره موږ په پام کې لرو، چې د یو نیمو زرو څخه تر دوو زرو پورې محصلان خوست پوهنتون ته جذب کړو، زموږ هیله داده، دا خواوشا ۴۶۰۰کاندیدان چې موږ يې سږ کال د کانکور په ازموینه کې لرو، او په دوو ورځو کې يې ازموینه اخلو، امیدواره یو، چې زیات شمېر به يې د لوړو زده کړو وزارت په بیلابیلو پوهنتونونو کې د محصلانو په توګه ومني.))

د یادونې وړ ده د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې سږ کال د پنځوسو څخه تر شپیته زره پورې نوي محصلان د افغانستان بیلابیلو حکومتي پوهنتونونو ته جذب کړي، چې په دې توګه به یو ځل بیا په لسګونو زره ځوانان له پوهنتونونو پاتې شي، کتونکي به دې باور دي، که حکومت د خصوصي سکټور ظرفیتونه لوړ او حمایه يې کړي، نو د پاتو کسانو لویه برخه د خصوصي سکټور له لارې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې، د یکشنبې په ورځ هم په خوست کې د کانکور ازموینه دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG