د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران د څلور نيم لکه افغان کډوالو د استوګنې موده غځولې ده


د ایران حکومت په دې هیواد کي د شاوخوا څلور لکه او پنځوس زره افغان کډوالو د استوګنې موده شپږ میاشتې غځولې ده.

د ایران حکومت په دې هیواد کي د شاوخوا څلور لکه او پنځوس زره افغان کډوالو د استوګنې موده شپږ میاشتې غځولې ده.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرایي ريیس مرستیال محمد محقق د جمعې په ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا شمیر افغانان د هغو مهاجرو په ډله کې دي چې په ایران کي د استوګنې اسناد لري.

محمد محقق دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره له یو لوړپوړي حکومتي پلاوي سره تهران ته تللی دی.

د محقق په وینا ، په ایران کې نور شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې نیمایي یې د مهاجرت اسناد لري او نور په غیر قانونې توګه هلته اوسېږي. د غېر قانوني افغان مهاجرو په اړه ښاغلي محقق وویل:

"پریکړه وشوه چې د دې ډول مهاجرو لپاره د ثبت کولو یو خاص پروګرام جوړ شي او هغه کسان چې د دوو کالو وړاندې وخت له پروګرام نه پاته دی او پاسپورټونه یې نه دي اخیستي او یا هغه کسان چې نومونه یې نه دي ثبت کړي؛ د دوی په اړه باید نوي معلومات راټول شي چې شمېر یې څومره دی او وروسته به یې د ستونزو په اړه بحث وشي."

په ایران کې یوازې شاوخوا ۴۵۰ زره افغان مهاجر قانوني اسناد لري خو دوی هم وایي چې د ایراني چارواکو له ځورونو او ناوړه سلوک نه په امن نه دي.

په دې نږدې ورځو کې یو شمېر افغانې کورنۍ له ایران نه په جبر او زور ایستل شوي او دا ځکه چې تهران وایي د دوی د اقامت وخت پوره شوی او باید چې خپل وطن ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG