د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د کانکور د شفافې ازموینې له پاره تدابیر نیول شوي


د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، چې د سږني کال د کانکور ازموینې د پوره شفافیت له پاره يې تدابیر نیولي او دوی به هڅه وکړي، چې د کانکور په ازموینه کې د هر ډول درغلیو مخه ونیسي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، چې د سږني کال د کانکور ازموینې د پوره شفافیت له پاره يې تدابیر نیولي او دوی به هڅه وکړي، چې د کانکور په ازموینه کې د هر ډول درغلیو مخه ونیسي.

چارواکي زیاتوي، چې د دولسمو ټولګیو هغه فارغان باید د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي، چې د زده کړو رښتیني وړتیا او لیاقت ولري.

تېر کال د بیلابیلو ولایتونو د کانکور په ازموینو کې پراخو درغلیو د هېواد په کچه د ځوانانو او نورو ملي بنسټونو سخت غبرګونونه راوپارول او داسې ویل کېدل، چې په ازموینو کې د لایقو او وړ ځوانانو پر ځای د درغلیو له لارې هغو کسانو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړه، چې هغوی يې د لیاقت له مخې وړتیا نه درلوده.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنوال محمد رسول باوري مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې سږ کال يې د کانکور په ازموینه کې د بشړ شفافیت له پاره د رسنیو، مدني ټولنو، ولایت مقام او اړوند وزارت سره په تفاهم کې ځانګړي تدابیر نیولي تر څو د کانکور په ازموینه کې رښتیني مستحقین لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي:

((په خوست کې د کانکور د ازموینې له پاره ممده کمیټه چې په هغه کې د ولایت اداره او زموږ د پوهنتون ټول مجرب افراد په کې شامل دي، هڅه مو داده، چې د کانکور ازموینه په بشپړ شفافیت او کامل مصونیت سره له خیره ترسره شي.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس دا هم وویل، چې سږ کال په خوست کې د کانکور په ازموینه کې د ګډون له پاره ۴۸۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې، چې دوی به یو نیم زر کسان د خوست پوهنتون دوولسو پوهنځيو ته جذب کړي:

((د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې سږ کال څلور زره اته سوه کسانو ثبت نام کړی دی، د هغه ظرفیت له مخې چې زموږ پوهنتون يې لري، موږ د یونیمو زرو نویو محصلانو د جذب ظرفیت ښودلی دی، کله نا کله داسې کیږي، چې د وزارت له خوا د ټاکلي ظرفیت زیات کسان راته معرفي کیږي، د بیلګې په توګه تیر کال موږ ته ۲۷۰۰ نوي محصلان معرفي شول، چې دا احتمال سږ کال هم موجود دی.))

د یادونې وړ ده، دا مهال د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د افغانستان د نږدې ټولو ولایتونو خواوشا لس زره محصلان په دولسو روزانه او څلورو شپې پوهنځیو کې پر تحصیل بوخت دي، شیخ زاید پوهنتون هم د افغانستان د لویو تحصیلي موسسو او پوهنتونونو په قطار کې حساب شوی دی.

XS
SM
MD
LG