د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لطيف الله مسود سپارلو ته کتنه


لطيف الله مسود
لطيف الله مسود

په افغانستان کې مېشتو نړېوالو ځواکونو د پاکستانيو وسله والو طالبانو د تحريک مشر غړی لطيف الله محسود په ٢٠١٣م کال کې هغه مهال نيولى و چې له خپلو ملګرو سره يوځاى افغانستان ته اوښتى و.

امريکا د يکشنبې په ورځ د پاکستانيو طالبانو د پخواني مشرحکيم الله مسود د مرستيال لطيف الله مسود په ګډون درې تنه پاکستاني طالبان د پاکستان حکومت ته سپارلي دي. پاکستان ته د دغو بنديانو د سپارلو په اړه که څه هم افغان حکومت يوازې دومره ويلي چې دغه وګړي د افغانستان تر توقيف لاندې نه وو نو اوس په دې باندې کار کوي چې د دې موضوع په اړه نور جزيات او مالومات راغونډ کړي خو د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو د دوشنبې په ورځ د پاکستان حکومت ته د پاکستاني طالبانو د تحریک د دغو دریو مشرانو سپارل د افغانستان له ملي واکمني څخه په ښکاره سرغړونه وبلل.

دا چې د حقوقی چارو کارپوهان دې موضوع ته په کوم نظر ګوري؟ د کابل پوهنتون د سياسي علومو ښوونکی پروفېسر نصرالله ستانکزی وايي چې مجرم چې هر ځای ونيول شي، همهلته بايد محاکمه شي.

«اساسي خبره دا ده چې د نړيوالو حقوقو د اصولو او قواعدو له مخې د جرم د ارتکاب محل يا ځای اعتبار لري. دغه سړی که چيري د مجرم په عنوان نيول شوی وي نو د ده د محاکمې ځای که په افغانستان کې نيول شوی وي نو افغانستان دی. له افغانستانه بهر د ده محکمه، محکمه نه ده. صحيح ده چې ده ممکن د پاکستان د منافعو په ضد اقدامات کړي وي خو د نړيوالو حقوقو له نظره کله چې د ده محکمه شروع کېده نو پاکستاني مقاماتو د خپلو معينو چېنلونو له لارې کولای شول چې مسله دلته [افغانستان ته] راولېږي»

په افغانستان کې مېشتو نړېوالو ځواکونو د پاکستانيو وسله والو طالبانو د تحريک مشر غړی لطيف الله مسود په ٢٠١٣م کال کې هغه مهال نيولى و چې له خپلو ملګرو سره يوځاى افغانستان ته اوښتى و. دا چې اوس د امريکا لخوا پاکستان ته د نوموړي سپارل به د افغان سولې پر پروسه او د پاکستان او افغانستان پر اړيکو څه ډول اغېز ولري؟ په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي چې د تېر وخت پرتله د دواړو هيوادونو تر منځ په اړيکو کط مثبت پرمختګ شوی خو دا به نور کار کول غواړي.

«دا به اوس کتی شي چې آيا د افغانستان حکومت دا غواړي چې دا اوس چې کوم افغان طالبان په پاکستان کې بنديان دي، دا پاکستان افغانستان ته حواله کړي يا چې پاکستان مخکې کوم افغان طالبان خوشي کړي دي، آيا افغانستان يا امريکا دا غواړي چې دغه کسان دې هم افغانستان ته ولېږل شي او يا آیا پاکستان دا کار کولای شي. نو دا خو به اوس په آينده کې کتل کيږي ځکه چې دا کار اوس شروع شو. زه فکر کوم چې اوس هم داسې څه نااعتباري شته او لا مکمله نه ده ختمه شوې. دا به ورو ورو ښه کيږي او په دې کې نورې هلې ځلې کول غواړي»

تېر کال د پاکستان حکومت هم د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستو او همکاريو په هدف د افغان طالبانو د دوهم مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون يو شمېر طالبان خوشی کړل خو افغان حکومت ته يې ونه سپارل.

دا چې آيا اوس به امريکا پر پاکستان فشار راوړي تر څو افغان طالبان افغان حکومت ته وسپاري،؟ نصرالله ستانکزی هيله من نه ښکاري او نظر لري چې امريکا له افغانستان او پاکستان سره بېل بېل چلند کوي.

«زه فکر کوم نه. امريکايانو په تيرو ۱۳ کلونو کې معمولاً کله چې د افانستان او پاکستان منافع له سره په تقابل کې واقع شوي نو پاکستانيانو ته يې امتيازات ورکړي دي»

لطيف الله مسود په داسې حال کې پاکستان ته سپارل شوى چې افغان ولسشمر تېره مياشت پاکستان ته سفر وکړ او د افغانستان د سولې په پروسه کې يې د پاکستان رول مهم وباله خو دا چې د پاکستان لخوا څه ډول همکاري کيږي دا به راتلونکی وخت ښيي.

XS
SM
MD
LG