د لاسرسي ځای

تازه خبر

'صوبې تر اتلسم اییني بدلون لاندې لا هم خودمختارې نه دي'


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

؛ که چېري اتلسم بدلون ختم کړل شو، نو نېشنل پارټۍ به په خپلو تګلارو ته له سره کتنه وکړي، او د دې به بېخي زیاتې خطرناکې نتيجې وي؛.

په پاکستان کې مېشت قامونه تل دا غوښتنه کوي، چې هغوی ته دې پر خپله خاوره د خپلو شتمنیو پوره پوره واک او اختیار ورکړل شي، همدې ته په پام سره تېر حکومت د پاکستان په ايين کې اتلسم بدلون راوړ، چې د دغه هېواد په تاریخ کې پر لومړي ځل صوبايي حکومتونو ته پر خپلو وسایلو لا واک اختیار ورکړل شو. خو د بلوچستان سیاستوال وايي، لا هم په اتلسم بدلون کې څرګند پرمختګ او عملي ګام نه ترسترګو کېږي.

د پاکستان په ایین کې دصوبايي خودمختارۍ او اتلسم بدلون د عملي کولو په موخه د کوټې خبریالانو مرکز یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د بلوچستان نژدې ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو ګډون درلود او ټولو د اتلسم بدلون او صوبايي خودمختاري په اړه د خپلو ګوندونو نظر وړاندې کړ. که څه هم په بلوچستان کې ځينې ملتپال بلوڅان اتلسم بدلون نه مني او يوازې او يوازې له پاکستانه خپلواکي غواړي، خو د صوبې واکمن نېشنل ګوند طاهربزنجو بیا وايي، د پاکستان په ايين کې اتلسم بدلون که څه هم په بشپړه توګه عملي شوی نه دی، خو بیا هم که چېري دا اتلسم بدلون ختم کړل شو، نو خطرناکه پایلې به ولري.

؛ که چېري اتلسم بدلون ختم کړل شو، نو نېشنل پارټۍ به په خپلو تګلارو ته له سره کتنه وکړي، او د دې به بېخي زیاتې خطرناکې نتيجې وي؛.

له دې سره په دې غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان کاکړ بیا وویل، چې لا هم صوبو ته هغسې واک نه دی ورکړل شوی، چې له دوی سره په اتلسم بدلون کې ژمنه شوې. او زیاتوي، صوبايي حکومتونه لا هم هېڅ واک نه لري.

؛ دلته د ښکار کولو لپاره عربانو ته اوس هم د پاکستان مرکزي حکومت اجازت ورکوي، چې اوس زموږ عدالت دا ښه کار وکړ او هغوی يې بند کړل. دا به څنګه صوبايي خودمختاري وي چې صوبايي حکومت ښکاریان له ښکاره نشي درولی؛.

د کوټې د پریس کلب له خوا د دغې غونډې په دویمه ورځ به د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو راغلي لیکوالان، شاعران او خبریالان د اتلسم بدلون د عملي کېدو په اړه ويناوې کوي.

XS
SM
MD
LG