د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسي جرګه: طالب قومندانان مو ولې پاکستان ته وسپارل؟


د افغان ولسي جرګې غړي وايي، چې د امریکا دغه کار د ترهګرو نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ولوله او روحیه کمزورې کوي.

د افغانستان ولسي جرګې د امریکايي پوځیانو له لوري پاکستان ته د درېیو طالب مشرانو د ورسپارلو په وړاندې غبرګون وښود.

د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن د دوشنبې پر ورځپه عمومي غونډه کې وویل چې افغان پوځیان د ورته طالب مشرانو او نورو لوړ رتبه مخالفینو په نیولو کې ډېرې ستونزې ګالي نو د هغوی سرښندنې باید تر پښو لاندې نه شي.

په عین حال کې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو هم د پاکستان حکومت ته د پاکستاني طالبانو د تحریک د دغو دریو مشرانو سپارل د افغانستان له ملي واکمنۍ ښکاره سرغړونه بولي.

دوی وايي چې د امریکا دغه کار د ترهګرو نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ولوله او روحیه کمزورې کوي.

د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د امریکايي پوځیانو له خوا د پاکستان حکومت ته د پاکستاني طالبانو د دریو مشرانو د سپارلو مساله ښه وڅېړي.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، د وکیلانو ډېر بحث پاکستان ته د تحریک طالبان پاکستان د همدغو دریو مشرانو د سپارلو په مساله څرخیده.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي لطیف الله مسود او د هغه دوه همکاران مشهور ترهګر وبلل او ویې ویل چې د دغو کسانو د نیولو لپاره افغان امنیتي ځواکونو ډېرې ستونزې ګاللې وې.

ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې د کورني امنیت له کمیسیونه وغوښتل چې د دې قضیې په اړه د ځواب ویلو لپاره د امنیتي برخې چارواکي دې جرګې ته وغواړي:

″د لطیف الله مسود په څېر د مشهوره تروریستانو خوشې کول چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په ډېرو سختیو نیول شوي و او نیول کیدل یې په خپله د افغانانو لپاره د ترهګرو کاري ځپل و او ویل کېږي چې د ولسمشر له سفر وروسته خوشې شوي دي. د کورني امنیت کمیسیون چارواکي دنده لري چې دا مسله یاداښت کړي او امنیتي چارواکي په دې اړه راوغواړي.″

امریکايي پوځیانو د یکشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان حکومت ته یې درې هغه طالب مشران ورسپارلي دي چې له دوی سره په افغانستان کې بندیان وو.

په اعلامیه کې که څه هم د پاکستاني طالبانو د دغو دریو مشرانو د هویت په اړه جزییات نه وخپاره شوي خو ویل شوي و چې دا درې کسان د امریکا او پاکستان د حکومتونو تر مشورې وروسته پاکستان ته سپارل شوي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې امریکايي پوځیانو د یادو کسانو دوسیې په دقیقه توګه مطالعه کړي او له پاکستانه یې هم ډاډ ترلاسه کړ چې له هغوی سره به د امریکا او د نړۍ د دولتونو ترمنځ د حاکمو قوانینو له مخې چلند کوي.

په ولسي جرګه کې د خلکو دوو استازیو نذیراحمدزي او ګل پاچا مجیدي د طالب قومندانو د سپارلو په اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″دا کسان امریکایانو په مستقیمه توګه پاکستان ته سپارلي. دا هغه قراردادونه چې زموږ او امریکا ترمنځ دي له هغو سره په تضاد او ټکر کې کار ده. ځکه دوی دا حق نه لري چې زموږه یو بندي له افغانستانه په خپل سر پاکستان ته ورکړي.″

″دوی په افغانستان کې نیول شوي و. په دې نیولو کې هم افغان او امریکايي پوځیانو برخه اخیستې وه.

که چیرته امریکایانو غوښتل چې دوی خوشې کړي باید افغان حکومت ته یې سپارلي وای. په هیڅ وجه یې پاکستان ته نه وای سپارلي.

زما په نظرامریکا له پاکستان سره د افغانستان په باب تر پردې شا ته له افغان ولسه پټ ډېرې ژمنې لري.″

له دې مخکې هم ځيني طالب مشران د امریکا له خوا د پاکستان حکومت ته سپارل شوي و.

پاکستان ته د طالب مشرانو د سپارلو او د هغوی د سپارل کیدو مسالې تل د افغان کارپوهانو او عامو خلکو تند غبرګونونه پارولي دي.

د سیاسي چارو یو شمیر څیړونکي وايي، د طالبانو د لوړ رتبه کسانو خوشې کول او یا پاکستان ته د هغوی ورسپارل د افغانستان د امنیتي وضعې په ګډوډۍ کې لوی لاس لري.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG