د لاسرسي ځای

تازه خبر

وینه ورکول اېډز او تورژړۍ خوروي


ډاکټر بصیر خان اڅکزی وایي اېډز ناروغي تر ټولو زیات د ستنې لهه لارې د نشيي موادو په کارولو سره له یوه کسه بل ته لګېږي، چې دغه کسان یې بیا په ټولنه کې په څه نا څه طریقه د خورولو سبب جوړېږي.

د روغتیا قامې او نړۍوالې اداره وایي، چې په پاکستان کې د وینې له بسپنولو یا ورکولووړاندې پکار ده چې دغه وینه تر ازموینې تېره شي چې د ایچ ای وي اېډزاو تور ژړي «هيپټایټس» غوندې خورېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي.

په قبایلي سیمو خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم اکثره کورنۍ په دې اړه دومره مالومات نه لري چې د وینې بسپنولو پر وخت دې ته پام وکړي.

د پاکستان روغتیا قامي ادارې د اېډز کنټرول پروګرام مېنېجر ډاکټر بصیر خان اڅکزی وایي، د تیلیسیمیا «وینې کمي»په یو شمیر مرکزونو کې د وینې ازموینه نه کیږي، چې دغه په ماشومانو او لویانو کې د اېډز او نورو ناروغیو سبب جوړېږي:

»له موږ سره په اسلام اباد کې یوه داسې ماشومه ده، چې ورته د وینې ورکولوپر وخت اېډز لګېدلی دی، زه په دعوا سره وایم چې د تیلیسیمیا په مرکزونو کې د وینې سمه ازموینه نه کېږي، نو ځکه څه نا څه تر شلو فیصدو ماشومانو ته تورژړی او نژدې یو فیصدو ته اېډز ولګېږي»

رویټرز خبري اژانس په خپل یو رپوټ کې وایي، په تېرو ورځو کې په دغه هېواد کې لسو ماشومانو ته چې د تیلیسیمیا ناروغي وهلي دي، د وینې ورکولوپر وخت ایچ ای وي اېډز لګیدلی دی.

ډبلیو ایچ او وایي، په پاکستان کې یو کروړ دېرش لاکه خلک د هیپټایټیس بي او یا سي وهلي دي، او څه نا څه ۸۵۰۰۰ خلکو ته ایچ ای وي ایډز دی.

په پېښور کې د یونیسیف د مور او بچي روغتیا یو مشر ډاکټر عبدال جمیل وایي د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اکثره اوسېدونکي یو بل ته وینې ورکولو پر وخت د خپلې وینې ازموینهنه کوي، او داشان ترې ښځې او ماشومان هم متاثره شي.

د روغتیا د قامي ادارې د ایډز کنټرول پروګرام مېنېجر ډاکټر بصیر خان اڅکزی دا هم وایي اېډز ناروغي تر ټولو زیات د ستنې «پېچکارۍ، سیرینج» له لارې د نشيي موادو په کارولو سره له یوه کسه بل ته لګېږي، چې دغه کسان یې بیا په ټولنه کې په څه نا څه طریقه د خورولو سبب جوړېږي.

XS
SM
MD
LG