د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ډرون برید څلور مشکوک وسله وال ووژل


د پاکستان په قبايلي سيمو کې پر مېشې وسله والې ډلې حقانې شبکې تور دی چې د افغانستان د پکتيکا ولايت په يحيا خيلو ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال په شوي ځانمرګي بريد کې لاس لري

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، نن غرمه ډرون د شمالي وزيرستان په دته خېل کي د وسله والو پر يو کور دوه مېزايل داغلي چې په نتيجه کې يې څلور مشکوکه وسله وال وژل شوي دي. د بې پايلټه الوتکو لخوا په روان کال کې دغه ۱۷ م بريد دی چې په شمالي وزيرستان کې افغان پولي ته نزدې ترسره کيږي.

بلخوا پاکستاني پوځ ويلي، د شمالي وزيرستان په دته خېل او ډوګه مداخېل سيمو کې يې د بمباريو پر مهال ۲۰ وسله وال وژلي دي. استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته راپور ورکړ چې پرون د جېټ الوتکو او ګن شپ هېلي کاپټرو په مرسته وژل شوي وسله وال د حقاني ترهګري شبکې او حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو. تر اوسه د وسله والو لخوا د دې پيښې په اړه څه نه ويل شوي.

د پاکستان په قبايلي سيمو کې پر مېشې وسله والې ډلې حقانې شبکې تور دی چې د افغانستان د پکتيکا ولايت په يحيا خيلو ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال په شوي ځانمرګي بريد کې لاس لري چې په نتيجه کې يې ۵۷ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زيات ټپيان شوی وو. په شمالي وزيرستان کې د پنځو مياشتې راهيسې د وسله والو په ضد د پاکستاني پوځ عمليات دوام لري. پوځ ادعا کوي چې تر دې مهاله يې څه باندې ۱۲۰۰ وسله وال وژلي او ۸۰ فيصده مځکه له دوی څخه پاکه کړې ده خو وسله والو او آزادو سرچينو تر اوسه د دې تصدیق نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG