د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ډاکټر عبدالله او نور افغان چارواکي یحیاخېلو ته ورغلل


د پکتیکا په یحیاخېلو کې خانمرګي برید تر ۵۰ زیات کسان ووژل او نژدې ۶۰ تنه نور یې ژوبل کړل
د پکتیکا په یحیاخېلو کې خانمرګي برید تر ۵۰ زیات کسان ووژل او نژدې ۶۰ تنه نور یې ژوبل کړل

پلاوي د یحیاخيلو په پيښه کې د ویرژنو کورنیو خپلوانو ته د ولسمشر اشرف غني د خواخوږۍ پیغام ورساوه او دوی ته يې ډاډګېرنه ورکړه، چې د پېښې له ویرژنو کورنیو او خپلوانو سره به د افغان حکومت له لوري پوره مرستې وشي.

نن دوشنبه ماسپښین د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او د کابینې یو شمېر سرپرست وزیرانو د یحیا خېلو ولسوالۍ د خلکو او په هغه سیمه کې د وروستۍ خونړۍ پيښې د قربانیانو له خپلوانو سره کتنه وکړه.

پلاوي د یحیاخيلو ولسوالۍ او سېدونکو او د پيښې د قربانیانو خپلوانو ته د ولسمشر اشرف غني د خواخوږۍ پیغام ورساوه او دوی ته يې ډاډګېرنه ورکړه، چې د پېښې له ویرژنو کورنیو او خپلوانو سره به د افغان حکومت له لوري پوره مرستې وشي.

له یحیاخېلو د پکتیکا والي ویاند مخلص افغان په خوست کې د مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخېل ته په تلیفون وویل، چې پلاوي د یحیاخيلو ولسوالۍ له مشرانو او اوسېدونکو سره د ولسوالۍ په جامع جومات کې کتنه وکړه، د دوی غوښتنې يې واورېدې او د افغان حکومت له لوري ډاکټر عبدالله عبدالله هم دوی ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به له زیانمنو کورنیو او ټولو ځايي خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

قومي مشرانو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د زیاتولو او د بیارغونې د کارونو وړاندیز وکړ.

دوی ویل، سره له دې چې د یحیاخيلو د امنیت په تامینولو کې ځايي خلکو پوره ونډه اخیستې، خو افغان حکومت ورته لکه چې ښايي پوره پاملرنه نه ده کړې.

ډاکټر عبدالله له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د سیمه ییزو پولیسو په زیاتولو کې به اقدام کوي او سکټوري وزارتونو ته يې دنده وسپارله، چې د یحیاخېلو په ولسوالۍ کې دې په ټولو سکټورونو کې ټولګټې پروژې عملي کړي.

په دې سفر کې د اجرائیه رئیس سره د قومونو او سرحدنو سرپرست وزیر، د عامې روغتیا سرپرسته وزیره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، په ملي شورا کې د پکتیکا د ولایت وکیلانو او سناتورانو، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي او یو شمېر نور لوړ رتبه ملکي او پوځي چارواکیو ملتیا کوله.

د یادونې وړ ده، تېر ماښام د پکیتکا ولایت د یحیاخيلو ولسوالۍ په پړاو سیمه کې داسې مهال ځانمرګی برید وشو، چې د دریو ولسوالیو د والیبال لوبې ټیمونو پایلوبه کوله.

په دې پيښه کې خواوشاه ۶۰ کسان مړه او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG