د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سیاست کې پوځي لاسوهنه


' د پاکستان ډیموکراټیک حکومتونه، عدالتونه، پارلېمان او نورې جمهوري ادارې او اشخاص ځکه کمزوري دي چې پوځ په هغه هېواد کې د موثر ډیموکراټیک بهیر مخه نیولې ده.'

د سږ کال په اپرېل میاشت کې د پاکستاني سیاستپوه عاقل شاه یو کتاب خپور شو چې پکې هغه په پاکستان کې د پوځ په سیاست کې د رول څېړنه کړې ده. کتاب د پوځي افسرانو د مرکو، د پوځ ځینې دوسیو او سندونو، مقالو او د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون د تعلیمي مواد او لیکنو پر اساس لیکل شوی دی.

عاقل شاه په خپل کتاب کې دا ښودلې ده چې د پاکستان پوځ پخپله دا فکر کوي چې د هغه هېواد د قامي ګټو ساتونکی دی او د دې ګټو د ساتنې صلاحیت لري. له دې سره سره لیکوال وايي، دا فکر د پوځ په ادارې کې او فرهنګ کې ژورې نیلې یا جرړې لري.

په کتاب کې د پوځ پر پاکستان د واکمنۍ د ټولو ادوارو تر مطالعې وروسته ویل شوي چې د پوځ واکمنۍ له کبله د دولت دې وړتیا ته زیان رسېدلی چې د حکومتدارۍ عمل ښه کړي او بېلا بېلې شخړې هوارې کړل شي.

د کتاب په اړه په خپله مقاله کې د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز استاد حسن جاوېد وايي، عاقل شاه په ښه ډول دا ښودلي دي چې پوځ د پاکستان ډیموکراسۍ، ډیموکراټیکو ادارو او ملکي یا سېوېلین عاملینو ته تاوان رسولی دی.

په ډان ورځپاڼه کې په خپرې شوې دې لیکنه کې حسن جاوید دریځ لري چې د پاکستان ډیموکراټیک حکومتونه، عدالتونه، پارلېمان او نورې جمهوري ادارې او اشخاص ځکه کمزوري دي چې پوځ په هغه هېواد کې د موثر ډیموکراټیک بهیر مخه نیولې ده.

د پاکستان پوځ او ډیموکراسۍ په نوم په کتاب کې لیکوال وايي، په تاریخي توګه که ولیدل شي نو د هند له خوا خطر او د مشرقي او غربي پاکستان د نسلي اختلافاتو په پلمې د پنجابیانو اکثریتي پوځ د هېواد د چارو په خپلو لاسونو کې اخیستو ته دلیل نه دی برابر کړی بلکې د محمد علي جناح او لیاقت علي خان دریځ هم دا وو چې هغوی د هند د تېري خبره کوله او غوښتل یې چې د هېواد طاقت باید مرکزیت ولري چې د بنګالیانو د خود مختارۍ غوښتنو مخه ونیول شي.

همدا لامل وو چې د لیاقت علي خان تر مړینې وروسته ملکي حکومتونو هم پوځ ته د پالیسیو په جوړولو کې رول ورکړ. د مثال په توګه، د سړې جګړې پر وخت له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو لپاره پوځ ته واک ورکول.

حسن جاوېد د عاقل شاه د کتاب پر اساس لیکي، د بهرنیو او کورنیو ګواښونو ټولې ذمه وارۍ پوځ ته د سپارلو له کبله پوځ دا واک تر لاسه کړ چې ملي یا قامي ګټې په خپل انداز تعریف کړي او په هغه ډول یې د ساتنې هلې ځلې وکړي چې پوځ ته مناسبه ښکاري.

لیکوال زیاتوي چې په دې ډول د عاقل شاه کتاب دلچسپه دی خو په دې کې باید پر ځینو موضوعاتو پراخ بحث شوی وای. لکه په انتخاباتي عمل کې د پوځ د مداخلې لاملونه څه دي او د ملي ګټو د ساتنې په لار کې د پوځ خپلې مادي ګټې څه دي؟

XS
SM
MD
LG