د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ځانمرګي برید لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۶۰ ټپي کړي دي


په پکتیکا کې د ځانمرګي برید یو ټپي
په پکتیکا کې د ځانمرګي برید یو ټپي

د پکیتکا ولایت چارواکي وايي، چې د تېر ماښام په ځانمرګي برید کې چې د یاد ولایت د یحیا خېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په میدان کې ترسره شو، تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

نجیب الله الوخېل

خوست: د پکیتکا ولایت چارواکي وايي، چې د تېر ماښام په ځانمرګي برید کې چې د یاد ولایت د یحیا خېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په میدان کې ترسره شو، تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، تېره ورځ مازدیګر د پکتیکا ولایت د دریو ولسوالیو ورزشکارانو په خپلو کې د والیبال لوبې پایلوبه درلوده چې یو تن ځانمرګي په کې ځانته چاودنه ورکړه او په پایله کې يې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

په یحیا خېلو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید هغه مهال رامنځته شو، چې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ، یوسف خېلو او یحیاخېلو د دریو ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ د والیبال پای لوبه روانه وه او د دریو ولسوالیو ډېر خلک يې نندارې ته راغلي ول.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې په دې ځانمرګي برید کې ۳۶ تنه ځای پر ځای ووژل شول او څوارلسو نورو د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.

مخلص افغان وویل، چې ۴۸ ټپیان چې روغتیايي حالت يې نازک وو، د ملي دفاع وزارت د چورلکو په واسطه پلازمینې کابل ته لیږدول شوي او د شهیدمحمدداود په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

ده زیاته کړه، چې د ټپیانو د لیږدولو پر مهال هم یو تن ټپي په لاره کې ساه ورکړې ده، خو په ټپیانو کې د دریو تنو ټپونه برسیرن وو، چې تر درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

پکتیکا امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل مشال راډیو ته وویل، چې یاد برید د غیبي خيلو په نوم کلي کې چې د یحیاخېلو ولسوالۍ لیرې کلی دی، داسې مهال ترسره شوی، چې د دریو ولسوالیو ځوانانو په خپلو کې د والیبال لوبه درلوده:

((د یحیاخېلو ولسوالۍ په یوه لیرې سیمه چې د غیبي خېلو په نوم یادیږي او کلی دی، هلکانو او ماشومانو د والیبال په میدان کې والیبال کاوه، او یو انتحاري چې چاودیدونکي توکي يې په ځان پورې تړلي وو، په هغه سیمه کې چې خلک ددې لوبې تماشې ته راټول شوي ول، انتحاري عمل اجراء کړی دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو د ولسوالۍ خونړۍ پيښه په کلکو ټکو کې غندلې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د غندلو په ترڅ کې ویلي، چې د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.

جمهور رئیس غني د پکتیکا ولایت سرپرست محب الله صمیمته یی د ټیلیفون له لارې لارښوونه کړې، چې ډیر ژر د پیښې سیمې ته د مرستو ټیمونه واستوي او د دی پیښې د عاملینو د نیولو له پاره دې ځايي امنیتي ادارې خپلې هڅې ډېرې کړي.

یاده دې وي، چې د روان ۲۰۱۴ زیږدیز کال د جولای د میاشتې په ۱۵ مه نیټه هم د پکیتکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په بازار کې موټر بم برید شوی وو، چې په کې څلويښت ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو زیات کسان ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG