د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پر مېرمنو تشدد زیات شوی


Afghanistan -- A burqa-clad woman is seen walking in the city of Herat, 28Mar2012
Afghanistan -- A burqa-clad woman is seen walking in the city of Herat, 28Mar2012

دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په هیواد کې دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي دپیښوپر زیاتیدو اندیښنه وښوده.

ددې کمیسیون دښځو او ماشومانو دحقونو دملاتړدڅانګې مشرې ثریا صبحرنګ مشال راډيو ته وویل، چې یاد کمیسیون په روان کې دټول هیواد په کچه دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي ۲۴۸۴ پېښې ثبت کړي دي.

میرمن صبحرنګ زیاته کړه چې، پدې تاوتریخوالي کې وهل ټکول،په بدو کې ورکول، وژل او یو لړ نوري پیښی شاملي دي.

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون پرداسې مهال په هیواد کې دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي دپېښو پر زیاتوالی اندیښنه ښه یې چې تیره ورځ په کندز کې خاوند خپله میرمن په ډزو او وړمه ورځ په بغلان ولایت کې یوه بله میرمن د واده په دریمه دخپل خاوند له خوا ووژل شول.

XS
SM
MD
LG