د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستان سره اړيکې ښه کول غواړي


افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي
افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي

ګندهارا وېبپاڼه ليکي، کرزي چې کله په خپل دور کې پاکستان له مداره وايستی نو له طالبانو سره يې خبرې اترې د اسلام آباد د نه همکارۍ له کبله ناکامه شوې.

افغان ولسمشر اشرف غني هڅه کوي چې له خپل ګاونډي هيواد پاکستان سره د اړيکو نوی پيل وکړي او هغه جغرافيايي خنډونه څنډې ته کړي چې له کبله يې د لسيزو راهيسې افغانستان بې ثباته کړی دی.

د مشال راډيو انګلسي وبپاڼه «ګندهارا« د مقالې په پېل کې ليکي چې له پاکستان سره د اړيکو نوی پېل له هند سره د افغانستان د اړيکو پر توازن ولاړ دی. په واشنګټن کې د منځني ختيځ د انسټیټيوټ په نامه څېړنيزه اداره کې د پاکستان د چارو پوه مارون وينبام وايي چې غني د کرزي په شان نه دی او هغه دا احساس کړی دی چې له پاکستان پرته نه کيږي. نوموړی زياتوي چې ولسمشر غني د انتخاباتي کمپاين پر مهال له ولس سره د سولې راوستلو ژمنه کړې وه او سوله د اسلام آباد له همکارۍ پرته نسې راتلای.

له هند څخه د وسلو د مرستې غوښتنه ځنډول د پاکستان لپاره د ولسمشر غني يو سمبولک پيغام و او تېره اونۍ د پاسکتان د سفر پرمهال چې کله نوموړي د د دغه هيواد د پوځي مرکز دوره وکړه نو په امنيت او د افغان ځواکونو په روزنه کې يې د پاکستان په همکارۍ کې دلچسپي څرګنده کړه.

پر دې سربېره د لندن په رايل يونايټډ سروسژ انسټيټيوټ نومې څېړنيزه اداره کې کارکوونکی شاشنک جوشي وايي غني په دې پوهېدی چې که چيري د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو ورځو کې له هند سره امنيتي تړون تر سره کړي نو دا به د پاکستان لپاره زهر وګرځي. نوموړی زياتوي چې ولسمشر غني غواړي چې له ياغيانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان مرسته تر لاسه کړي.

وېبپاڼه پرمخ ليکي، کرزي چې کله په خپل دور کې پاکستان له مداره وايستی نو له طالبانو سره يې خبرې اترې د اسلام آباد د نه همکارۍ له کبله ناکامه شوې.

هند د ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې د بيا رغونې په برخه کې تر دوه اربه ډالره زياته پانګونه کړې ده. بلخوا پاکستان يوازې د ۵۰۰ ملينه ډالرو ژمنې کړي دي. له مشال راډيو سره په يوه تازه مرکه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ويلي و چې پاکستان به نوموړي ته ويل چې هند ته دې په افغانستان کې ځای نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG