د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وسله وال په سنګر کې مات شوي ځکه یې ښارونو ته مخه کړې'


چارواکي وايي، چې، په سنګریزه جګړو کې د وسله و الو ماته د دې لامل ګرځيدلې چې دوی پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړې.

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په تېرو پنځه څلویښتو ورځو کې د هېواد په لویو ښارونو پتېره په پلازمینه کابل کې چاودنې او ځانمرګې او وسله والې حملې زیاتې شوې دي.

د دې ادارې مسوولین وايي چې، په سنګریزه جګړو کې د وسله و الو ماته د دې لامل ګرځيدلې چې دوی پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړې.

په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست وایي چې، په تیره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې یې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې یو سل او پنځوست عملیات هم کړي دي.

سره له دې چې د ملي امنیت ریاست وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د وسله والو مخالفینو فعالیتونه کم شوي، خو زیاتوي چې په همدې موده کې پر لویو ښارونو په ځانګړي توګه پر کابل د مخالفینو په حملو کې اته شپيته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې، په لویو ښارونو کې د وسله والو د حملو زیاتېدل، د دغې ډلې په عملیاتي او تاکتیکي حملو کې د بدلون له امله دی.

ښاغلی صدیقي وایې، وسله و الو مخالفینو په مخامخ جګړو کې ماتې خوړلې او اوس یې پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړې دي:

(دا ځکه چې ترهګر د جګړې په ډګر کې مات شوي او د خپلې رهبرۍ له قوي فشار سره مخامخ دي، نو له نا چاری یې خپل جګړه یيز تاکتیک بدل کړی او دوی خپل ډېر پام پر لویو ښارونو کړی، دښمن د افغانستان پلازمینې ته خپل ځانګړي مخرب تمرکز درلوده، خو د دښمن وروستۍ حملې یوه تبلیغاتي جګړه ده او غواړي چې د ملي او نړیوالو رسنیو توجه راجلب کړي)

نوموړي همدا رنګه وویل چې، ملي امنیت په تیرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې کې په ټوله افغانستان کې یو سل او پنځوس عملیات ترسره کړي چې پکې لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، افغان ځواکونه توانیدلي د وسله والو مخالفینو جبهه یې جګړې له دوه ویشتو ولایتونو شپږو ولایتونو ته راکمې کړي.

نوموړی وایې، دا مهال وسله وال مخالفین په دریو ډلو ویشل شوي دي.

د ده په وینا، یو شمېر وسله وال فکر کوي چې، د طالبانو مشر ملا عمر نور ژوندی نه دی او ملا اختر محمد منصور د هغه پر ځای خپل ملګري په مهمو پوستونو کې ګماري.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د وسله والو مخالفینو حملې زیاتې شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست ویاند وایې چې، په هیواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په خاطر به ډېر ژر د افغانستان ملي امنیتي ستراتیژي د ملي امنیت د شورا له لورې تدوین شي.

( دا ستراتیژي د هېواد او خلکو ملي ګټو ته د ګواښونو د لومړیتوبونو، د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ګټي اخیستني تګلاره او د افغان امنیتي ځواکونو حدود او صلاحیتونه به وټاکي، او د ورځې له اړتیا سره سم د افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته به هم رسېده کې وشي، چې دا کار به د افغان امنیتي ځواکونو موثریت، کیفیت او قدرت د امنیتي وضعي د ښه کیدو لپاره زیات کړي.)

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG