د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل او خوست کې بریدونو مرګژوبله اړولی

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي،نن د سېشنبې پر سهار په پلازمینه کابل کې د تره خېلو تنګي په سیمه کې پر يوې بهرنۍ امنيتي کمپنۍ ځانمرګی برید شوی او په کې د دې کمپنۍ دوه افغان کارکوونکي وژل شوي او یو بهرنی وګړی يې ټپي شوی دی.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهرظاهر د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دغه ځانمرکی برید د (ارت) په نوم د بهرنیانو په یوه خصوصي شرکت کې د یوه باربري موټر په وسیله شوې ده.

نوموړی وایي، چې وژل شوي کسان د همدې شرکت ساتونکی دی:

“نن سهار شپږ نیمې بجې یولس سلڼده باربري موټر دغه خصوصي شرکت ته راځي او ساتونکو ته وايي چې ساختماني مواد یې راوړي، تر هغې وروسته چې ساتونکي دروازه خلاصوي او موټر دننه ځي چاودنه کېږي.”

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دا برید د دوی له خوا شوې ده.

بلخوا نن د سه شنبې پر سهار خواوشا اوه بجې د خوست ولایت د ځاځي میدان او باک ولسوالیو تر منځ د څنارګي په سیمه کې د ولسي وګړو په یو موټر پسې بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې یوه میرمن وژل شوې او اته نور کسان چې ماشومان هم په کې دي، ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG