د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ګټور بولي


دپاکستان وزیر اعظم نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف غني
دپاکستان وزیر اعظم نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف غني

د خوست خلک او د مدني ټولنو فعالان په ټوله کې پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني وروستۍ دوه ورځنی سفر ګټور بولي او وايي، چې که چیرې د دواړو هېوادونو حکومتونه په خپلو کې پر شویو ژمنو او موافقو عمل وکړي نو دواړو لوریو ته به په اقتصادي او امنیتي لحاظ ګټه ورسیږي.

دوی زیاتوي، چې سوله او د فقر او غربت څخه راوتل د دواړو هېوادونو د ولسونو هغه یوازینۍ غوښتنه ده، چې دواړه حکومتونه يې د یو بل سره د صادقانه همکارۍ او د ښه ګاونډیتوب د پاللو له لارې ترسره کولای شي.

په خوست کې د ورزشکارانو د یوې ټولنې مشر قمرخان کامران مشال راډیو ته وايي:

((زما په نظر د جمهور رئیس سفر پاکستان ته ډېرې ګټې لري، دواړه هېوادونه د ناامینو قرباني دي او د ناامنیو څخه متاثره شوي دي، که چیرې دواړه اړخونه په خپلو کې کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي، نو دواړه هېوادونه به د شته امنیتي او اقتصادي ستونزو څخه وژغورل شي.))

د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ په دې لحاظ پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر له لاسته راوړنو ډک بولي، چې ولسمشر غني په پیل کې د هغو هېوادونو ملاتړ لاسته راوړ، چې تر یوه بریده په پاکستان اغېز لري:

((زه فکر کوم افغانستان او پاکستان دواړه ګاونډي هېوادونه دي او اقتصادي ګټې يې سره شریکې دي، دویم د پاکستان د چارواکیو سره د امنیتي مسائیلو په تړاو د ډاکټر صیب اشرف غني خبرې به د کرزي صیب د سفرونو په نسبت متفاوت وي، ځکه ډاکټر صیب له دې مخکې هغه هېوادونو ته سفر وکړ، چې په یو ډول پاکستان باندې اثر لري، نو د هغوی نظریات او ملاتړ هم ورسره دی.))

د خوست د یو خیریه بنسټ مشر سلطان محمود خیرخواه وايي، که د پاکستان او افغانستان حکومتونه یو بل سره په اړیکو کې ښه نیت څرګند کړي، دواړه هېوادونو ته به سوله راشي:

((پاکستان ته د ښاغلي ولسمشر سفر د ښه نیت سفر وو، نو پاکستان هم باید د خپل ښه نیت څرګندونه وکړي، افغانستان ته واقعاً د ورورولی لاس ورکړي، په ښه نیت کې د دوی ګټې هم شته او زموږ ګټې هم شته، همدارنګه سوله به راشي، خو که ښه نیت ونه لري، هم به زموږ افغانستان په تباهۍ او بربادۍ کې به وي او هم به پاکستان ښه ورځ نه ګوري.))

د سینما او تیاتر ممثل نورولي ځنې خېل وايي، چې اوسمهال د دواړه هېوادنو چارواکیو ته څرګنده شوې چې د دښمنو څخه یوه لوري ته هم څه په لاس نه ورځي، نو د کلکې دوستۍ د ټینګښت له لارې باید د دواړه ولسونو د سولې ارمان ترسره شي:

((دغه سفر به انشاالله د افغانستان د خلکو او پاکستان د خلکو له پاره ډېر ګټور وي، د دې په خاطر چې پاکستان اوس ځان لیدلی چې د دښمنۍ نه څه نه جوړیږي، په دوستۍ کې ګټه ده، نو دوی سره باید دوستي او ورورګلوي وکړو، لکه څرنګه چې زموږ په زړونو کې د سولې ارمان دی، په همدې توګه به د پاکستان وګړي هم د سولې تږي وي، دوی باید یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي تر څو د دواړه هېوادونو خلک اباد او سوکاله ژوند وکړي.))

بلخوا لیکوال زاهدشاه انګار وايي، چې په سفر کې باید تر اقتصادي مسائیلو ډېر د دواړه هېوادنو د سولې او به پاکستان څخه بیرته د افغاني مهاجرینو د بیرته راستنیدو پر لارو چارو خبرې شوې وای، حال دا چې دا دواړه موضوعګانې د سفر په اجنډا کې ښې نه وې ځای شوې.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر څارونکيو هم پاکستان ته د افغان ولسمشر د تیرې جمعې او شنبې ورځې دوه ورځنۍ سفر د دواړو هېوادونو د نويو اړيکيو لپاره مهم بللى او تمه يې ښودلې، چې دا سفر به د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ خپلمنځي اړيکي نږدې کړي.

XS
SM
MD
LG