د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ټولو ولسوالیو کې به مسلکي لیسې جوړې شي


د تڼیو په ولسوالۍ کې زراعت مسلکي لیسې ته نوې جوړه شوې وداني.
د تڼیو په ولسوالۍ کې زراعت مسلکي لیسې ته نوې جوړه شوې وداني.

د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمداصف ننګ مشال راډیو ته وویل، چې د پوهنې وزارت پلان لري، تر څو په راتلونکې کال کې د خوست په ټولو ولسوالیو کې له یوې څخه تر دریو پورې مسلکي لیسې جوړې کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د خوست په ټولو ولسوالیو کې مسلکي لیسې جوړې شي، تر څو زده کوونکو ته په بیلابیلو مسلکي رشتو کې د زده کړو زمینې برابرې شي.

د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمداصف ننګ مشال راډیو ته وویل، چې د پوهنې وزارت پلان لري، تر څو په راتلونکې کال کې د خوست په ټولو ولسوالیو کې له یوې څخه تر دریو پورې مسلکي لیسې جوړې کړي.

د زراعت لیسې زده کوونکي مشرانو ته د هرکلي لپاره ولاړ دي.
د زراعت لیسې زده کوونکي مشرانو ته د هرکلي لپاره ولاړ دي.

ده چې د سېشنبې په ورځ د تڼیو په ولسوالۍ کې د کرهڼې د مسلکي لیسې لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د بازار او سیمې اړتیاوو ته په کتو به د مسلکي مرکزونو اوسنۍ دوولس رشتې اویاوو بیلابیلو رشتو پورې ډیرې کړي تر څو په راتلونکې کې موږ په ټولو اړخونو کې مسلکي او روزل شوي کدرونه ولرو:

((اوس د خوست په مسلکي لیسو او انسټیټیونو کې دوولس رشتې دي، موږ به انشاالله دغه ته په نږدې وختونو کې اویاوو رشتو ته ارتقاء ورکړو، او د بازار او د دې ولایت د خلکو غوښتنو او نیازمندیو سره سم به هغه لیسې فعاله کوو، چې ضرورت ورته لري، زه امید لرم چې د والي صیب په همکارۍ به انشاالله ټولو ولسوالیو ته مسلکي لیسې وغځوو، دا نن مو د تڼیو د مسلکي لیسې نه اغاز وکړو، انشاالله کال ته به په هره ولسوالۍ کې د دوه درې نورو مسلکي لیسو د جوړولو شاهدان هم واوسو.))

د ودانۍ پرانیستې مراسم.
د ودانۍ پرانیستې مراسم.

د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال دا هم وویل، چې د مسلکي لیسو د شاګردانو د لوړو زده کړو د دوام له پاره د ولسمشر په لارښوونه په یو داسې میکانیزم او نوې طرحه کار کوي، چې دې زده کوونکو څخه به دکانکور ځانګړې رشتوي ازموینه اخیستل کیږي او یا دا چې د څلور کاله مسلکي کار وروسته به نوموړي کس ته د لیسانس معادل اسناد ورکول کیږي.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د نوې ودانۍ د مشخصاتو په تړاو وویل، چې یاده وداني دوه پوړیزه ده، چې د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوې او د کار موده یې په یو کال کې بشپړه شوې ده:

((نن چې موږ د زراعت د مسلکي لیسې تعمیر افتتاح کوو، په دې باندې دیارلس میلیونه اوه لکه شل زره افغانۍ لګښت راغلی، پیسې يې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې څخه برابرې شوي دي، زه امیدواره یم چې د دې لیسې د تشکیلاتو په شمول به په ټولو برخو کې معین صیب زموږ سره مرسته کوي.))

د یادونې وړ ده چې دا مهال په خوست کې د ښوونکو د زده کړو د مرکزونو سربیره په مرکز او ولسوالیو کې اوه بیلابیل انسټیټونه او مسلکي لیسې شتون لري، خو کتونکي وايي، چې په مسلکي مرکزونو کې باید د زده کړو کیفیت لوړ شي او په کې مجرب او مسلکي استادان په دندو وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG