د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو په اړه د خوست والي خبرداری


د خوست چارواکيو اړوندو حکومتي ادارو ته خبرداری ورکړ، چې د یوې میاشتې په موده کې په ټولو چاروکې اصلاحات راولي او د هغو ناقانونه کړنو مخه دې ونیسې، چې له کبله يې د حکومت باور ته زیان رسیږي او یا د دوی د بې مسوولیتۍ پر اساس ملي عواید ضایع کیږي.

د خوست چارواکيو اړوندو حکومتي ادارو ته خبرداری ورکړ، چې د یوې میاشتې په موده کې په ټولو چاروکې اصلاحات راولي او د هغو ناقانونه کړنو مخه دې ونیسې، چې له کبله يې د حکومت باور ته زیان رسیږي او یا د دوی د بې مسوولیتۍ پر اساس ملي عواید ضایع کیږي.

د شنبې په ورځ خوست والي عبدالجبار نعیمي، چې په خوست کې د حکومتي عوایدو د څرنګوالي او د ضایع کیدو د مخنیوي په لارو چارو جوړ شوي یو ورځني کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې ټولې ادارې باید د دوی په چارو کې د غیرمسوولو اشخاصو د مداخلې مخه ونیسي، کارکن او ژمن مامورین باید د ځاني او رواني خوندیتوب څخه برخمن وي او په نږدې وخت کې ټولې ادارې خپل تشکیلات تکمیل کړي:

((موږ به ځانته یوه میاشت ټارګېټ ټاکو، چې د یوې میاشتې دننه موده کې باید په ځینو ادارو کې هغه نواقص اصلاح شي، چې موجود دي، د ځینو ادارو په عوایدو کې د هغو ضایعاتو مخه باید ونیول شي، چې اوس روان دي، غیر قانوني مداخلې په ادارو کې باید بندې شي، په هغه اداره کې چې مداخله په کې وي هغه مخې ته نه شي تللی، د ټولو هغو مامورینو مصونیت باید خوندي وي، چې په مسوولیت خپل کارونه کوي، ستاسو د ادارو تعمیرونه او وسایل که نه یې لری، پیشنهاد يې کړئ، ټولې ادارې باید خپل تشکیلونه تکمیل تر څو ادارې وکولای شي، چې خپل اجراات وکړي.))

په یاد یو ورځني کنفرانس کې چې د یو شمېر سرحدي ولسوالیو ولسوالان، امنیه قوماندانان او د سرحدي پولیسو چارواکیو هم برخه اخیستې وه، په خوست کې په دې وروستیو کې د عوایدو د ګراف د ټیټوالي ځینې لاملونه په ګوته کړل او د پولې په پورې غاړه کې د پاکستاني پوځ عملیات، خوست ته په قاچاقي لارو د خوراکي او غیر خوراکي توکو واردول او د مرکزي حکومت له لارې په ځینو برخو کې د لازمې پاملرنې نه شتون يې هغه لاملونه وبلل، چې په خوست کې يې د چټکې اقتصادي پرمختیا مخه ډب کړې او د ورځینو عوایدو د کموالي سبب شوي دي.

د خوست د اقتصاد رئیس انجینر حمیدشاه د عواید د کمیدو ځیني لاملونه داسې په ګوټه کړل:

((د پخواني جمهور رئیس د فرمان په ترڅ کې غلام خان یو رسمي ترانزیټي بندر اعلان شوی وو، حال انکه چې سوداګرۍ وزارت د هغه پروتوکول له مخې چې پاکستان هېواد سره يې لري، هغه يې د داخلي تجارت د یو بندر په عنوان معرفي کړی دی.

په ۱۳۸۷ کال کې د خوست-ګردیز سړک د جوړولو کار پیل شوی وو، چې اتلس میاشتې وخت ورته ځانګړی شوی وو، چې هغه هم ډېر وو، خو اوس هغه موده په اتو کالونو بدله شوه، د دې کرښې دواړه غاړو ته اکثراً پاکستاني پوځیان عملیات لري، چې د عملیاتو په نتیجه کې هغه تجارتي لارې او هغه تجارتي راکړه ورکړه او هغه تجارتي فعالیتونه چې باید په دې عرصه کې ترسره شي، هغه مطلق کمیږي، بله ستونزه داده سره له دې چې موږ بې حده ډېر پانګوال لرو، خو متاسفانه نه یو توانیدلي، چې د دوی د پانګونې له پاره مناسب شرایط رامنځته کړو.))

انجینر حمیدشاه زیاته کړه، چې خوست بې شمېره طبعي معدنونه شته، خو دا چې خوست پولې په طرف ډېرې زیاتې د تګ او راتګ لارې لري، نو دا طبعي مواد د هغې جملې نه کرومیټ ډبرې په ناقانونه توګه قاچاقیږي او دا کار هم په زیاته پیمانه د عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

یاده دې وي، په خوست کې ګمرکات، د حکومتي ادارو ځیني خدمات، خوست ښاروالي، نفت او ګاز، برښنا، جایداونه او حکومتي املاک هغه عایداتي سرچینې دي، چې حکومت هره میاشت ورڅخه د پام وړ عواید ترلاسه کوي، خو په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وروسته د خوست عواید څلويښت سلنه لږ شوي دي.

XS
SM
MD
LG