د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر ایجنسۍ کې امنیتي سرتیرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پاکستان پوځ وايي د پنجشنبې پر شپه په خېبر ایجنسۍ کې د وسله والو سره په یوه نښته کې اته امنیتي سرتیري او ۲۱ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي د پنجشنبې پر شپه په خېبر ایجنسۍ کې د وسله والو سره په یوه نښته کې اته امنیتي سرتیري او ۲۱ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي ادارې آي ایس پي آر د پنجشنبې پر شپه ناوخته یوه خبرپاڼه جاري کړې چې وايي د سپین قبر په سیمه کې د دغه نښتو پرمهال ۲۱ وسله وال وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي هم دي.

د دې نه وړاندې پاکستان پوځ ویلي وو په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو دلويو مرکزونو خلاف څلورو میاشتني عملیات کامیاب وو چې پکې یې تر دې دمه ۱۱۰۰ وسله وال وژلي دي.

خو د آزادو سرچینو لخوا د دې ادعاوو تصدیق نشي کیدلې ځکه چې قبایلي سیمو کې خبریالانو ته د کارکولو اجازت نشته.

د پاکستان پوځ په دې باور دې چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو ځنې وسله وال تښتیدلي او په خېبر ایجنسۍ کې یې پټ شوي دي.

یاده دې وی چې د خېبر ایجنسې په باړه سیمه کې د اکتوبر له شپاړسمې نیټې راهیسې د وسلوالو پر ضد د (خېبر ۱ ) په نامه تازه پوځي عملیات دوام لري، چې له وجې یې په زرګونه خلک د سیمې نه کډه شوي او په باړه کې یو ځل بیا تعلیمي ادارې او لارې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG