د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کوکنار د کښت د مخنيوي په اړه د دیني عالمانو کنفرانس


په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه په جلال اباد ښار کې د دیني عالمانو يوه غونډه وشوه چې د دغه ولایت د ۲۲ ولسواليو څخه د ديني عالمانو استازي وربلل شوي او ګردو يې د کوکنارو کښت حرام وباله.

په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه په جلال اباد ښار کې د دیني عالمانو يوه غونډه وشوه چې د دغه ولایت د ۲۲ ولسواليو څخه د ديني عالمانو استازي وربلل شوي او ګردو يې د کوکنارو کښت حرام وباله.

د نشه يې توکو د تولید، قاچاق او استعمال د ضرورتو په اړه دغه يو ورځینې کنفرانس چې د چارشنبې پر ورځ د اطلاعات او کلتور رياست په تالار کې تر سره شو، د ننګرهار د نشه يې توکو په خلاف د مبارزي رياست د سيارې دفتر په مرسته جوړه کړې و، چې د ننګرهار ولايت په کچه يې ورته دیني عالمان وربللي ول.

د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو په ضد د مبارزې ريس محمد ادريس ساپي د غونډې په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« افغانستان يو سنتي ټولنه ده او هغه غږ چې علما د جوماتونو له لارې رسولی شي خپلو بزګرانو ته خپلو وطنوالو ته، هغه بل څوک نه شي رسولی. زموږ زموږ غوښتنه له علماوو نه دا ده چې هغوی موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي او دا خپل مسوولیت وګڼي، تر څو خلک د ناروا کښت يا مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق نه مخنيوي وکړي او په ځای يې يو حلال کښت وکري.»

د ننګرهار د حج او اوقافو سرپرست ريس استاد لالتان همت له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د کوکنارو د کښت مخنيوی په هغه صورت کې ممکن دی چې دولت ورته بديل ومومي.

« زموږ يو پېشنهاد دولت ته چې موږ يې په مامورین يو او هم نورو موسساتو ته دا دی چې که د دې یو بديل زموږه دې بزګرانو او کارګرانو ته ورکړل شي، کچه به يې راکمه او د دې په عوض به نور شيان وکري. موږ هميشه په دې تاکید کړی دی چې دغه شی له منځه يوسو، انشاالله زموږ ټول علمای کرام دغه کار يې مخکې هم کړی، بیا يې هم کړی او بیا به يې هم کوي، چې خپل ولس د کوکنارو د کرلو په اضرارو وپوهوي.»

د ننګرهار د ديني عالمانو د شورا يو تن غړی مولانا محمد الیاس مدني وايي چې که دولت د کوکنار تر څنګ د نورو نشه يې توکو مخه ونيسي، تمه ده چې د کوکنار کښت هم بند شي.

« کوکنار يا اپين دا به هيڅکله بند نه شي، تر څو چې هغه ټول مخدره مواد چې د افغانستان په خلکو يې تسلط پيدا کړی دی، هغه ټول بند نه شي نو هيڅکله به اپين او کوکنار بند نه شي، ځکه کوکنارو کې د ملت ګټې ګوري، او هغو کې چې د ملت ګټې نه شته او ضررونه يې ډير دي، هغه نهحکومت تعقیوبي، نه يې مجازات کوي او نه يې نيسي. نو که چيرتهحکومتعمومي اقدام وکړي، او ټول د مواد مخدر په وړاندې مبارزه وکړي، امید دی چې کوکنار هم بند شي.»

په کنفرانس کې يو شمير ديني عالمانو له ولسواليو څخه راغلو د جومات ملا امامانو ته سپارښتنې وکړې چې په خپلو خطبو کې دې د کوکنار د کښت په اضرارو خپل ولس وپوهوي چې د دغه حرام بوټي له کرلو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG