د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف به د افغانستان په اړه لندن کنفرنس کې ګډون وکړي


د پاکستان وزیراعظم نوازشريف د خپل برطانوي سيال په بلنه د راتلونکې مياشتې په آخره کې کېدونکي لندن کنفرنس ته ځي چې د افغانستان د امنيت او ثبات په اړه به پکې خبرې کيږي. نوازشريف به هلته د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم ملاقات کوي.

د برطانیې وزیراعظم ډیوډ کیمرون د سه شنبې يا نهې په ورځ د پاکستان وزیراعظم، نواز شریف سره د ټیليفون د لارې د دوه اړخيزو مسلو په اړه خبرې کړي دي او نوموړی يې په لندن کې د افغانستان په اړه کيدونکي کانفرنس ته وربللی.

د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې ننۍ خبرپاڼه کې راغلي د نومبر د مياشتې په آخره کې کيدونکي دي کنفرنس کې به نړيواله ټولنه افغانستان سره د مرستو د جاري ساتلو پخلی وکړي. د دې غونډې کوربانه به افغان ولسمشر اشرف غني او د برطانیې وزیراعظم ډيويډ کيمرون وي.

د برطانيې وزيراعظم، ډيويډ کيمرون
د برطانيې وزيراعظم، ډيويډ کيمرون

د هغه په خبره افغان چارواکي کولی شي نړيواله ټولنه قانع کړي چې خپلې مالي مرستې روانې وساتي.د سیمه يیزو چارو کار پوه، رحیم الله یوسفزي نن مشال ريډيو ته وويل چې د لندن کنفرنس ډير اهميت لري ځکه چې اوس د امريکې او غربي هيوادونو ډير پام عراق او شام ته اوښتی نو کيدای شي افغانستان سره يې مرستې کمې شي.

نوموړي زياته کړه: ((نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان د نوي حکومت له کارونو او پلانونو ځان خبر کړي. نوي حکومت د درغليوو د ختمولو او سولې راوستلو په اړه واضحه خبرې کړي چې د نړيوالې ټولنې د مرستو د روانو ساتلو لپاره ضروري دي.))

څو ورځې مخکې برطانيه د افغانستان په هلمند ولايت کې خپل تر ټولو لوی پوځي مرکز افغان ځواکونو ته وسپاره او ويلي يې دي چې افغانستان سره به پرمختيايي کارونو لپاره مرسته جاري ساتي.

ياده دي وي چې دي وروستيوو کې افغانستان کې بې امني ډيره شوي. کابل کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې په لندن کنفرنس کې بايد افغانستان کې د جګړې د ختمولو او ثبات پر ځای کولو په اړه بايد په عملي لارو چارو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG