د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د والیبال سيالۍ پيل شوې


د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کليزې په وياړ د دولسو ټيمونو تر منځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کليزې په وياړ د دولسو ټيمونو تر منځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

لومړۍ لوبه د اينجينرۍ او ادبیاتو پوهنځيو ټيمونو تر منځ وشوه چې د ادبیاتو پوهنځی وتوانیدو چې اينجينرۍ پوهنځي ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې.

د ننګرهار پوهنتون د محصلينو تر منځ د والیبال دا سيالۍ تيره ورځ په جلال اباد ښار کې د کمپيوټر ساینس پوهنځي په انګړ کې پيل شوې چې لومړې لوبه د اینجينرۍ او ادبیاتو پوهنځيو ټيمونو تر منځ وشوه چې د ادبياتو پوهنځي دوه د صفر په مقابل کې وګتله.

په دې اړه د لوبې ريفري يا څارونکی محمد طاهر چې د کمپيوټر ساينس د دريم ټولګي محصل دی، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« د پيل لوبه چې وه دا د ادبیاتو او اینجینرۍ پوهنځي تر منځ وه. د ادبیاتو پوهنخي د ټاس په ګټلو سره لوبه پيل شوله. د ادبیاتو پوهنځي وتوانیدو چې اینجینرۍ پوهنځي ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړي.»

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار نعيم جان سروري د والیبال د سياليو په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: د واليبال له سياليو له پيل کيدو دا پیغام ورکول غواړي چې ننګرهار پوهنتون د ځوانانو د علمي کچې د لوړولو تر څنګ د هغوی روغتيا ته هم پاملرنه کوي.

« د دې مسابقو اصلي او اساسي هدف له يوې خوا نه خپله دا د ننګرهار پوهنتون چې ټولنې ته يې په پنځوسو کلونو کې په مختلفو ساحاتو کې کدرونه وړاندې کړي، د هغې نمانځل دي، بل طرف ته ټولو هیوادوالو ته دا وښايو چې ننګرهار پوهنتون نه يوازې په علمي برخه کې بلکې د ځپلوالو ځوانانو، خپلو اولادونو د صحت په برخه کې هم مرسته کوي.»

محصلین خوشحاله وو چې پوهنتون ورته د پنځوسمې کليزې په ویاړ د والیبال سيالۍ جوړې کړي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې حميدالله او د پکتیکا ولايت يم، فعلنٌ په ننګرهار پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځي د څلورم کال محصل يم. موږ ډير زیات خوشاله يو، او له هغه چا نه ډيره مننه کوو چې موږ ته يې دا ډول پروګرام جوړ کړی او موږ ته يې د دې ټورنمنټ زمینه برابره کړې ده.»

د هميشه ګل په نوم يو بل تن محصل په هغوځوانانو، غږ کوي د خپل په وخت بې ځایه مصرفوي.

« هر چا ته مالومه ده چې سپورت د ځوانانو په ژوند باندې ډیرې مثبتې اغيزې لري. هغه ځوانان چې مثلاٌ په نشه يي تو کو باندې روږدي دي، د هغوی لپاره ډير مثبت رول لري، هغوی ته په کار دي چې راشي او سپورت وکړي.»

د والیبال دا سيالۍ به تر دوه اونيو پورې دوام وکړي چې د ننګرهار پوهنتون د دولسو پوهنځيو د والیبال ټيمونه يو له بل سره لوبې وکړي چې د ډیرو لوبو ګټوونکي ټيم ته به په کې د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کليزې په ویاړ کپ ورکوي.

XS
SM
MD
LG