د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ پاڅون کوونکي: تر څو چې مو ساه وي، د طالبانو خلاف جنګيږو.


د کونړ د نورګل درې د مزار درې اوسيدونکي وايي چې د وسله والو طالبانو زور زياتی او ظلم دي حد ته رسيدلی چې نور د زغملو نه دی نو ځکه يې پر خلاف پاڅون کړی.

د افغانستان د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسيدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی او وايي چې خپله سيمه به له وسله والو ساتي.

پرون دي پاڅون کوونکو د پوليسو په مرسته د وسله والو طالبانو سره په مزار دره کې جګړه هم کړي. مزار دره د کونړ ليري پرته او غریزه سيمه ده. دلته د څېرۍ د کلي اوسيدونکی، د حکاک په نامه مشهور، قومي مشر نیاز محمد چې خپل ولس يې پاڅون کولو ته هڅولی و، مشال راډيو ته وويل چې نور د وسله والو د ظلم په وړاندې چپ نه شي پاتې کيدلی.

((زما يو لمسۍ وه. په يوولسم صنف (ټولګي) کې وه. مکتب نه يې فرار کړه. په دغه دره باندې راوختل، طالبانو شپږ مياشتې وساتله او پاکستان ته يې انتقال کړله. زه ډير خوشاله يم چې د دوی په مقابل کې مو قومي پاڅون کړی.))

هغه زياته کړه: (( په موږ باندې ډز و مار، ډز و مار وو. ماشومان، زنانه، ټول په تکليف وو. قام ته مې وويل چې اخر تاسو د ځان پوښتنه کوئ که نه يې کوئ؟ دا قام راپورته شو. خپل ټوپک او تبرګو سره راختلي دي غره ته. تر هغې به موږ دوی (وسله والو) سره جنګيږو، تر هغې به مو پاڅون وي تر کومه چې رګونو کې وينه او بدن کې ساه لرو.))

تر دي مخکې هم د افغانستان په ځينو نورو سيمو او د کونړ ولايت په نورو ولسواليوو کې هم د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅونونه شوي. پاڅون کوونکي يې وجه د طالبانو زياتيدونکی زور زياتی ښئ.

د کونړ د نور ګل ولسوالۍ د مزار دررې يو بل اوسيدونکی، ګل ظاهر وايي چې طالبانو ورسره ډير ظلم کړی.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((زما يو لمسۍ وه. په يوولسم صنف (ټولګي) کې وه. مکتب نه يې فرار کړه. په دغه دره باندې راوختل، طالبانو شپږ مياشتې وساتله او پاکستان ته يې انتقال کړله. زه ډير خوشاله يم چې د دوی په مقابل کې مو قومي پاڅون کړی.))

پاڅون کوونکي غره ته خيژي.
پاڅون کوونکي غره ته خيژي.

په داسې حال کې چې دي پاڅون کوونکو له حکومته د مرستې غوښتنه کړي، د افغانستان په مشرانو جرګه يا سينټ کې د کونړ د خلکو استازی رفيع الله حيدري مشال راډيو ته نن وويل چې که اولسي پاڅون کوونکو سره دولتي همکاری نه وي، نو بريالی به نه شي.

هغه وايي: (د ناړۍ خلکو هم داسې پاڅون کړی وو. مرکزي حکومت يې ملاتړ ونه کړ. هغه امکانات چې هغوی ته په کار وو، هغه ور نه کړل شول. درې ورځې وروسته د ناړۍ ولسوالۍ مشران او مخور چې د دغه پاڅون لپاره يې کار کړی وو، ووژل شول.))

د کونړ د نورګل درې پاڅون کوونکو له حکومته غوښتي چې په مزار دره کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې کړي. د کونړ ولايتي چارواکو ژمنه کړي چې د کورنيو چارو وزارت ته به د دي خلکو دا غوښتنې رسوي.

XS
SM
MD
LG