د لاسرسي ځای

تازه خبر

شارجه: په لومړي ځل پښتنې ښځې د ملالې په جشن کې


جشن ته په استولي غږیز پیغام کې ملالې یوسفزۍ پر بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غږ وکړ چې د خپلو بچیو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

بېګا په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ غونډه او جشن وشو.

د غونډې او جشن منتظم نظار یوسفزي نن(جمعه) مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې په اماراتو کې د ټولو ادبي او ولسي ټولنو غړو او هلته مېشتو ګڼو پښتنو برخه واخیسته.

جشن ته په استولي غږیز پیغام کې ملالې یوسفزۍ پر بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غږ وکړ چې د خپلو بچیو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

نظار یوسفزي زیاته کړه چې بېګانۍ غونډې ته پښتنې ښځې او نجونه هم ورغلې وې.

دغه خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

شارجه: په لومړي ځل پښتنې ښځې د ملالې په جشن کې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG