د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګړده کوټه کې نه پياده لار او نه هم ټرافيکي سګنلې شته


د کوټې ښار باچا خان څلورلاره
د کوټې ښار باچا خان څلورلاره

حزب الله د کوټې يو رکشه چلوونکی ځوان دی، وايي، له تېر يوه کال راهیسې په کوټه کې رکشه چلوي او په دې موده کې يې هېڅ يو داسې هم لیدلی نه دی، چې د پياده خلکو لپاره دي جلا لار وي

کوټه چې د بلوچستان سرښار دی، او دا وخت يې آبادي تر دېرش لکه اوړي. په ټول ښار کې د پياده خلکو لپاره زیبراکراس يا پياده لاره نشته. او نه هم ددغه ښار پر څلورلاره کوم ټرافيکي سګنل شتون لري.

په کوټه کې د ټرافيک پولیسو په خبره په دغه ښار کې پاو کم دوه لکه راجسټر شوي موتران چلېږي، چې ددوي په خبره د بلوچستان له نورو ښارونو او له کراچۍ څخه هره ورځ راتلونکې موټرې له دې علاوه دي. له دې سره ددغه ښار آبادي تر دېرش لکه زیاته يادېږي. خو په دغه ټول ښار کې د پليو «پياده» کسانو لپاره نه هم پياده لاره «زېبراکراس» شته او نه هم په کومه څلورلاره ټرافیکي سګنل تر سترګو کېږي. د کوټې له يوه اوسېدونکي مو وپوښتل، چې کله د سړک له يوې غاړې بلې غاړې ته اوړي، نو پر کوم خاص ځای اوړي، او که يې چېري زړه وغوښتل، هم هلته واوړي. پنځه څلوېښت کلن عبدالحبیب يې په ځواب کې وویل:

«په يوه سړک يو هم داسې ځای نشته، چې هغه دي مخصوصه د پياده خلکو لپاره وي. که زه خپله په هر سړک او هر ځاي کې هر وخت د سړک له يوې غاړې بلې غاړې ته اوښتل وغواړم، نو يواځې يوې بلې خواته وګورم او واوړم. پولیسو او نور هيڅ څوک هم هيڅ نه درته وایي. هغه زیبرا کراس چې ورته وايي، په ټول ښار کې په يوه څلورلاره کې هم نشته»

د کوټې ښار کې یو کوچوان په سورلو بار تانګه هڼي
د کوټې ښار کې یو کوچوان په سورلو بار تانګه هڼي

حزب الله د کوټې يو رکشه چلوونکی ځوان دی، وايي، له تېر يوه کال راهیسې په کوټه کې رکشه چلوي او په دې موده کې يې هېڅ يو داسې هم لیدلی نه دی، چې د پياده خلکو لپاره دي جلا لار وي، او يا دي يې چېري زیبراکراس تر نظر شوی وي.

«د يوه رکشه چلوونکي په هيث په سړک زه دې ته ګورم، چې څوک يوې بلې غاړې ته اوړي، او په رکشه يې خوږ نه کړم. هيڅ مخصوصه ځای مالوم نه دی، بلکې د هرچا چې هر چېري زړه وغواړي، هغه هم هلته د سړک يوې بلې غاړې ته اوښتی شي»

په کوټه ښار کې د پياده لارو نشتوالی بیا بیا ټرافیکي پېښې رامنځ ته کوي
په کوټه ښار کې د پياده لارو نشتوالی بیا بیا ټرافیکي پېښې رامنځ ته کوي

د کوټې د ټرافیک پولیسو يو مشر ایس پي سیف الله وايي، په ټول ښار کې د پياده خلکو لپاره زیبراکراس يا جلا پياده لاره د کوټې د ميټروپولیټن له خوا جوړه شوې نه ده او دده په خبره پر څلور لارو ټرفيکي سګنلې جوړول هم ددوي کار دی. خو د میټروپولیټن مشر انجینر اسحاق مينګل بیا وايي، په دې لړ کې به صوبايي حکومت ته خواست کوي، چې بوديجه منظوره کړي، او په ښار کې د پياده خلکو لپاره لارې او د ټرافيک سیګنلې يو واري بیا فعاله کړي.

«داسې ده چې موږ کله په سکول کې وو، نو موږ به دلته لیدل چې د پياده خلکو لپاره زیبرا کراس يا جلا لارې وې، او داسې د ټرافيک سیګنلې وې. چې د وخت له تېرو سره سره چې زموږ د ښار سړکونو ډېر وران شول، نو دا هر څه هم ختم شول. اوس موږ دوباره دا هڅه کوو، چې دا هر څه بیا جوړ کړو. موږ پي سي ون لوړپوړو چارواکو ته استوو، او له ټرافیک پولیسو سره هم په دې اړه په تماس کې يو. او هڅه به کوو، چې د کوټې ښار دا زیبرا کراس او ټرافيک سيګنلې تر پخوا هم ښې جوړې کړو»

د ویلو وړ ده چې په کوټه ښار کې په لومړي ځل په ۱۹۶۴ م عیسوي کال کې د ټرافيک سیګنلې لګېدلې، چې د وخت له تېرېدو سره بیا خرابې شوې او تر اوسه يې لا هم د بیا جوړېدو زحمت شوی نه دی. همداسې د ښار پر لویو لویو څلور لارو لس کاله وړاندې زیبرا کراس يا د پياده خلکو لپاره جلا لارې موجودې وې، خو د وخت له تېرېدو سره سره دا لارې هم خرابې شوې.

XS
SM
MD
LG