د لاسرسي ځای

تازه خبر

'باسواده پښتنې غرونه تمبولی شي'


د پښتو وتلې لیکواله سلما شاهین
د پښتو وتلې لیکواله سلما شاهین

سلمه شاهین د مردان ضلعې له بغدادۍ سیمې ده. هغې په پښتو ژبه کې تر ماسټرۍ او پي اېچ ډي پورې لوړې زدهکړې کړې دي.

په سروه خپرونه کې مو پښتنه لیکواله، شاعره، د بشري حقونو مبارزه، څېړونکې، امیتاز تمغه وړونکې او د پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره پروفېسر سلما شاهین مېلمنه ده.

'باسواده پښتنې غرونه تمبولی شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړې د پښتو پر ادبیاتو، کلتور او دودونو نژدې اتلس قیمتي کتابونه لیکلي دي، چې په هغو کې روهي سندرې، پښتو ټپې، شعري مجموعې«راوېل، زه هم هاغسې وړه وای، نوی سحر«سهار»، اباسین د تاریخ په ایینه کې، کاڼي او ازغي، که رڼا شوه، او داسې نور راځي....

د دې خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG