د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې! نور څه له خدایه غواړې؟


د نوبېل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبېل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

که چیرې یو پردی مخالف په ملالې پسې بدې ردې وایې نو هغه خو بیا هم دښمن دی، سوځي، په پښتنو یې دا ورځ چېرته پېرزو ده. خو حیرانه په دې یم چې پښتانه یې هم مخالفت کوي.

بس که پلاره نوره مې په سوره کې مه ورکوه، هم د ملالې د سوات بي بي روزه چې په ۲۰۱۲م کال کې یې عمر شپږ کاله وو، په سوره کې وغوښتل شوه، کورنۍ یې پر دغه فیصله سخته خپه هم وه، او نه پوهېږم اوس به یې څنګه حال وي، ایا چې وروستو به یې په سوره کې ورکړي او که نه.

ملاله یوسفزۍ هم د دغه رواجونو او رسمونو یو مخالفه غږ دی. هغه وایي، ماشومانې سکول ته ولیږئ، نه چې د شپږو کالو په عمر کې یې پردیو کورونو ته واده کړۍ، او هغه هم د دښمنانو کره. هسې هم پښتانه ډېر دښمنان لري، او څه په خپله د خپل ځان دښمانان شوي دي.

لکه د ملالې په کیسه کې.....

ملاله خو یوازې تعلیم او رڼا له خدایه غواړي......

که چیرې یو پردی مخالف په ملالې پسې بدې ردې وایې نو هغه خو بیا هم دښمن دی، سوځي، په پښتنو یې دا ورځ چېرته پېرزو ده. هغوی خو د سوات له شنو دنګو غرونو لوخړې او د اور لمبې پورته کړې دي خو بیا یې هم زړه نه دی یخ شوی، خو حیرانه په دې یم چې پښتانه یې هم مخالفت کوي. هغه وایي.....

’خپل چې په بدو راته ګوري زړه مې چوینه‘

دا څنګه پښتون دی، چې د ماشومې د معصوم فریاد مخالفت کوي. او د شپږو کالو بې بې روزه چې لا یې د لوبو چل هم نه دی زدهکړی، پردي کور ته لېږل کیږي، نو که چېرې هم د بې بې روزې یوه بله ملګرې ملاله د هغې لپاره غږ پورته کوي، د هېواد دښمني او یا یوه سازشي منصوبه ګرځول کېږي.

دښمن پښتنو ته لومړی په کور کې کورکي جوړ کړل، د تره او ماما زوی یې ورته طالب کړ، او وروستو یې له کورکو هم وشړل. بیا هم د ملالې په خوله دغه ټپه وه...

’میمونۍ شنه شوه په خندا شوه ــــــــــ د ماما زوی دی ما به نه حلالوینه‘

خو د هغې د ماما د زوې (طالب ) دومره روزنه شوې چې په ماشومې نجلۍ «جینۍ» ډز ورته اوس د ثواب کار ښکاري. او د هغې سکول خو ورته د دوزخ نه کم نه ښکاري ځکه یې له خېبره تر سواته په بمونو ړنګوي.

ملالې دا وښودل چې پښتانه تعلیم غواړي او طالب یې د ټولنې نه مشر دی او نه کشر ، بلکې یوازې د پښتنو د یوه روښانه راتلونکې ورانولو لپاره ورته پردیو روزلی دی.

ما اورېدلي دي چې، پښتانه، باچا خان بابا یو ځای نکړل ، خو راروان وخت به یې ویني چې هم دا ماشومه ملاله به یې یو ځای کوي، او دښمن به نه مري نه پاتې کیږي.

لیکنه: پرخه اسد

XS
SM
MD
LG