د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان کابل ته رسېدلی دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن (شنبه) کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن (شنبه) کابل ته رسېدلی دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج نن مشال راډیو ته وویل چې رجب طیب اردوغان به له خپل افغان سیال اشرف غني احمدزي سره هم وګوري.

تردې مخکي د ترکیې غږ راډیو ټي آر ټي TRT په ترکیې کې د افغانستان د سفیر امان الله جیحون له قوله راپور ورکړی و چې اردوان به نن له خپل افغان سیال اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د ترکیې د پوځي مرستو د دوام په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چې افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفرپه ترڅ کې به د کابل او انقرې ترمنځ د ستراتیژیکو امنیتي همکاریو تړون لاسلیک شي.

د ترکیې غږ راډیو د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ټاکل شوې چې ښاغلی اردوغان به د ولسمشر له لومړي مرستیال، اجراییه مشر او نورو چارواکو سره هم وګوري او په بېلابېلو برخو کې د کابل او انقرې د اړیکو پر پراختیا به خبرې ورسره وکړي.

د انقرې چارواکو مخکې ویلي و، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به یوشمېر ترکي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې به برخه واخلي. ترکیه په افغانستان کې څه کم څلور سوه سرتېري لري.

اردوغان د ترکیې لومړنی ولسمشر دی چې په تېرو شپږپنځوس کلونو کې افغانستان ته سفر کوي.

ترکیه د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې تل مهم هېواد پاتې شوی دی. د دې هېواد ونډه د افغانستان د سولې په هڅو کې هم خورا مهمه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی په دې نظر دی چې کابل ته د اردوغان سفر له نړۍ سره د کابل د نوې ډيپلوماسۍ پيلامه ده او په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره هم اهمیت لري:

"د ترکیې د ولسمشر راتګ زه په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ترټولو مهم ګڼم. ترکیه د افغانستان د سولې په راتګ کې ډېره مهمه ثابتېدای شي ځکه د ترکیې اړیکي له پاکستان سره هم ډېرې ښې دي او په څنګ کې یې له عربي هېوادونو سره د افغانستان نوی حکومت غواړي ښه اړیکي وساتي. سعودي عرب او خلیج هېوادونه تاثیر پرې لري. همدا ډول دوه ورځې مخکې چې د هند صدراعظم له ولسمشراو اجراییه رییس سره ټلفوني خبرې وکړې او هند خپل ملاتړ اعلان کړ، له دې ټولو داسې ښکاري چې افغانستان د تاریخ یوه نوي مثبت پړاو ته داخلېږي انشاالله.″

افغانستان او ترکیې د خپلواکۍ لپاره مبارزه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې تقریبا په یو وخت کې پیل کړه.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ کال کې او ترکانو نژدې څلور کاله وروسته خپله خپلواکي واخیسته.

وروسته له دې چې مصطفی کمال اتاترک د ترکیې خپلواکي اعلان کړه افغانستان د نړۍ لومړنی هېواد و، چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژند، په انقره کې یې سفارت پرانیست او خپل سفیر یې ورواستاو. غازي امان الله خان او اتاترک شخصي دوستي هم پاللـه.

XS
SM
MD
LG