د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کریکټ پر لوبغالي کار پیل شو


د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، چې په راتلونکې کې به د کابل او ننګرهار په شان په خوست کې هم د کریکټ د لوبغاړو ترمنځ ولایتي سیالۍ او حتا په سیمه ییزه او نړیواله کچه لوبې ترسره شي.

د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، چې په راتلونکې کې به د کابل او ننګرهار په شان په خوست کې هم د کریکټ د لوبغاړو ترمنځ ولایتي سیالۍ او حتا په سیمه ییزه او نړیواله کچه لوبې ترسره شي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د کریکټ بورډ اجرائیوي رئیس نورمحمد مراد په خوست کې د کریکټ لوبې له پاره د نوي لوبغالي د کار د پیلیدو په مراسمو کې مشال راډيو ته وویل، چې دوی په پام کې لري، تر څو په راتلونکې کې په ولایتي سطحه او حتا په نړیواله کچه د کریکټ ځینې لوبې دلته په خوست کې ترسره کړي:

((یوه وعده چې د کریکټ بورډ له طرفه چې نه یوازې د لوبغالي په جوړولو کې ده، بلکې هڅه به وکړو، چې همدا لوبغالی همداسې اباد وساتو، د اباد ساتلو په خاطر موږ د ولایتي نماینده ګی په ګډون یو پلان جوړ کړی، چې د منطقې په سطحه ولایتي سیالۍ په کې وشي، نه یوازې د ولایتي سیالیو له پاره بلکې د خارج نه او همسایه هېوادونو نه ملي لوبډلې یا منتخبې لوبډلې راوغواړو.))

په خوست کې د کریکټ لوبغالي له پاره د ښار په لویدیزه څنډه کې ۲۵ جریبه ځمکه بیله شوې او د جرمني هېواد په مالي مرسته د شاوخوا اته لکه امریکايي ډالرو په لګښت د یوولسو میاشتو په موده کې جوړیږي، دا لوبغالی به د اوه زره ننداره کوونکو له پاره ځای ولري.

د لوبغالي د ودانیزو چارو د پیلیدو له پاره د افغانستان دکریکټ بورډ چارواکي او د کریکټ یو شمېر ملي لوبغاړي هم خوست ته راغلي ول.

د افغانستان د کریکټ بورډ مرستیال نسیم الله دانش وايي، چې دا لوبغالی به نه یوازې د ورزشکارانو له پاره بلکې د ورزش د مینه والو له پاره هم د لوبو د نندارو یو ښه او مناسب ځای وي:

((په دې لوبغالي کې به نه یوازې ورزشکاران په کې لوبه کوي، بلکې په دې لوبغالي کې به په زرګونو خلک د لوبو نندارې کوي، هغه ځوانان چې وزګار وخت يې نه تیریږي، دلته به راځي او لوبې به ګوري.))

په خوست کې د کریکټ د لوبغالي د کار دپیلیدو مراسمو ته سلګونه ورزشکاران او د کریکټ مینه وال راټول شوي ول، په دې مراسمو کې د ورزشکارانو له خوا یو شمېر ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

د خوست د کریکټ لوبې یو تن لوبغاړی وویل، چې خوست د اقلیم او اب وهوا له نظره د کال په هر موسم کې لوبو ته مساعد دی اوتر بشپړیدو وروسته به په دې لوبغالي کې نړیوالې او ولایتي لوبې ترسره کیږي.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د ورزش په ارزښت او اغېزو خبرې وکړې او ویې ویل، چې ورزشکاران په نړۍ کې د سولې او ورورولۍ سفیران دي، ورزش د نړۍ په ولسونو کې نفاق او کرکه له منځه وړي او د بشر د روغتیا ساتنې له پاره ډېر اغېزمن پیغام د ځانه سره لري:

((دا د کریکټ په برخه کې یو ډېر لوی پرمختګ دی، دا د بیارغونې په برخه کې لوی پرمختګ دی، دا د سولې او روغتیا ساتنې په برخه کې یو ډېر ښه پیغام ورکوي، غواړم یو څل بیا د المان هېواد څخه چې په دې برخه کې يې مرسته کړې ده، مننه وکړم.))

یاده دې وي، چې د کریکټ بورډ چارواکیو په نږدې راتلونکې کې په کندهار او پکتیا کې هم د ورته لوبغالو د جوړولو خبره وکړه او زیاته يې کړه، چې دوی به کرار، کرار دا پروګرام د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG