د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ځانمرګو بریدونو اته افغان سرتیري وژلي

د چارشنبې په شپه د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې په للمۍ سيمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په یو کور پوځي عملیات شوي، چې په کې درې تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي، خو په یاد کور کې د موټر بم د چاودنې له کبله د افغان پوځ اته تنه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، چې د پیښې په ځای کې د ځانمرګو بریدګرو او موټر بم د شتون په باب له مخکې د افغان امنیتي او کشفي ادارو سره دقیق راپور موجود وو او د همدې راپورونو پر بنسټ عملیات پلان او عملي شول، او په ترڅ کې يې درې تنه ځانمرګي برید ګر چې یوه تنه يې ښځه وه ووژل شول، خو د موټر بم په چاودنه کې بیا اته افغان سرتیري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه، چې ځانمرګو بریدګرو پلان درلود، چې په خوست ښار کې بریدونه ترسره کړي:

((د نظامي ځواکونو سرتېرو او منسوبينو په دې خاطر چې د دوى د ترورېستي بريد مخنيوى وکړي، د شپې په يوولسو بجو په ياد کور عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې درې واړه ځانمرګي بريدکوونکي، چې يوه په کې ښځه وه، ځاى پرځاى له منځه يووړل، خو له بده مرغه هغه موټربم چې پدغه کور کې موجود وو، د هغې د چاودنې په پايله کې د نظامي ځواکونو اته تنه سرتېري شهيدان او پنځه نور ټپيان شول.))

دخوست ولايت مقام په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پيښې غندنه کړې او د افغان سرتیرو د قربانۍ ستاینه يې کړې ده.

XS
SM
MD
LG