د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د مرستو د راټولو اوونيز کمپاين پيل شو


د تلې د مياشتې څلرويشتمې نيټې نه تر ديرشميې نيټې پورې د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم نومول شوې. په دې اوونۍ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رضاکاران په خلکو ټيکټونه پلوري او راټولې شوې پیسې له بې وزلو سره د مرستو تر څنګ په عام المنفعه کارونو لګوي.

د تلې د مياشتې څلرويشتمې نيټې نه تر ديرشميې نيټې پورې د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم نومول شوې. په دې اوونۍ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رضاکاران په خلکو ټيکټونه پلوري او راټولې شوې پیسې له بې وزلو سره د مرستو تر څنګ په عام المنفعه کارونو لګوي.


په ننګرهار کې هم د سرې مياشتې اوونۍ د يوې غونډې په تر سره کولو سره پيل شوه.
دې غونډې ته په دولتي چارواکو سربيره د مدني ټولنو يو شمير استازي او په سلګونه تنه رضاکاران وربلل شوي و.

د ننګرهار د افغاني سري مياشتې ټولنې ريس ننګيالی يوسفزی وايي چې د ټکټونو د خرڅلاو له لارې چې څومره مرسته راټوله شوه، د بې وزلو سره د مرستو تر څنګ به يې په عام المنفعه کارونو لګوي.

« د سلو افغانيو ټکټونه د هغو چا لپاره دي، چې له هغوی نه توقع کيږي او په دولتي ادارو کې کار کوي. د پنځوسو ټکټ په دوکاندارانو پلورو. د شلو ټکټ د جلال اباد ښار په دوازو کې ډ موټر او نقليه وسایطو په مالکانو پلورو. د لسو لسو ټکټونه چې دي، په ښوونځيو ته زموږ ښځينه او نارينه رضاکاران ورځي، هغوی سره خبرې کوي، څومره چې د هغوی وس يې هومره اخلي.»

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودین په دغه ولایت کې په ټولو دولتي مامورینو غږ وکړ چې د خپلې يوې ورځې تنخوا دې سرې مياشتې ته ورکړي.


« ټول هغه مامورين چې په ننګرهار ولايت کې د دولت نه معاشات اخلي، له هغوی نه زما غوښتنه دا ده چې حداقل د يوې ورځې معاش دغې ټولنې ته وقف کړي. زما د ټولو ملي تجارانو نه او د هغو سرمايه دارانو نه چې هغوی پراخه لاس لري، د خپلو صدقاتو او زکاتونو يوه برخه د سرې مياشتې په اختپار کې ورکړي. زما له خوا نه به زما نماينده ګان دلته سل ټکټونه خريداري کوي. هغه فورمه چې د سرې مياشتې د عضويت لپاره ده، ما ته رسيدلې، هغه به زه ډکه کړم، زه به له نن نه وروسته د سرې مياشتې د عضوې په توګه له دوی سره کار کوم.»

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد دراني هم ژمنه وکړه چې د ولایتی شورا د وکيلانو د يوې ورځې تنخوا به سرې مياشتې ته ورکوي.

« زه همدا نن مکتوب ليږم د مستوفيت ادارې ته چې د ولايتی شورا د ټولو وکيل صاحبانو د يوې ورځې معاش به هم سرې مياشتې ته وليږي. د ننګرهار په ټولو ولسونو، تجارانو، ځوانانو او مامورينو باندې غږ کوم چې له دوی سره همکاري وکړي.»

د ننګرهار د سرې مياشتې چارواکي وايي چې تير کال يې هم په اوونيز کمپاين کې تر څلور ميلونو افغانيو پورې راټولې کړې وې چې د بې وزلو او مسکينانو سره د مرستو تر څنګ يې په عام المنفعه کارونو لګولي او سږکال چې څومره مرسته راټوله شوه، په ورته کارونو به يې ولګوي.

XS
SM
MD
LG