د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کولائ شي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى

ښاغلي اڅکزی وايي، چې نړيوال بايد له چين، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا له هغو هېوادونو چې له افغانستان سره ګډې پولې لري - ضمانت وغواړي، چې د خپلو هېوادونو د استقلال غوندې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ درناوى وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى وايي، د ملا محمدعمر په مشرۍ وسلوال طالبان نور بايد وسله وغورځوي او له نوي افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.

له محمود خان اڅکزي سره د ازادي راډيو تفصيلي مرکه دلته اورېدلائ شئ، چې په کوټه کې بارکوال مياخېل ورسره کړې ده:

'پاکستان کولائ شي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:43:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دی وايي، پاکستان بايد د خپلو امنيتي او اقتصادي ګټو په خاطر هم نور په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او افغان طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته اماده کړي او دا د پاکستان تر وس لاندې خبره ده.

محمودخان اڅکزى وايي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، په لږ موده کې په سيمه کې امنيت راتلاى شي او دا هم ممکنه ده، چي د دغو دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ ويزه هم ختمه شي، خو وايي که باور نه وي امنيت نه شي راتلاى او پر ډيورنډ کرښه کندې، يو ملت نشي سره بېلولاى، دا کار پر يوه بل نور هم بې باوري زياتوي.

ښاغلي اڅکزی وايي، چې نړيوال بايد له چين، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا له هغو هېوادونو چې له افغانستان سره ګډې پولې لري- ضمانت وغواړي، چي د خپلو هېوادونو د استقلال غوندې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ درناوى وکړي.

XS
SM
MD
LG