د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې اختریز بنډار


د خوست په بیلابیلو سیمو کې له پخوا وختونو راهیسې د اخترونو د لمانځلو لپاره ګڼ دودونه موجود دي، چې پکې د موسیقۍ، اتڼونو، ډرامو، نیزه بازۍ او نورو دودیزو لوبو نندارې راځي.

د خوست په بیلابیلو سیمو کې له پخوا وختونو نه د اخترونو د نمانځلو له پاره ښه او په زړه پورې رواجونه او دودونه موجود دي، دوی ټاکلو جمو، حجرو او میله ځایونو کې راټولیږي او د اخترمبارکیو تر څنګ د موسیقۍ، اتڼونو، ډرامو، نیزه بازۍ او نورو دودیزو لوبو نندارې کوي.

د اخترونو دا ډول شانداره لمانځل که څه هم د امنیتي اندیښنو له کبله په یو شمېر اطرافي سیمو کې د پخوا په شان نه دي پاتې، خو بیا هم دا رواجونه تر اوسه شته او خلک تر وسه په اخترونو کې خوشالۍ کوي او خپلې اختریزې شپې او ورځې په خوند تیروي.

جالبه داده چې اوسمهال په خوست کې یو شمېر مدني بنسټونه د خپل کلتور او فولکور د پالنې او ساتنې له پاره په ملي او مذهبي ورځو کې ځانګړې برنامې سرته رسوي.

هېوادپال ځواک تېره شپه د لوی اختر په ویاړ د موسیقۍ او ډرامې یو رنګین بنډار جوړ کړی وو، په دې کې سیمه ییز شاعران، سندرغاړي، د هنر مینه وال او ګڼ ځوانان راغونډ شوي ول.

د دې اختریز بنډار په پیل کې شاعر او لیکوال زاهدشاه انګار په خپلو خبرو کې وویل، چې په خوست کې بنډارونه او هنري مجلسونه اوږه مخینه او سابقه لري، نوموړي د هېوادپال ځواک دا نووښت وستایه چې ځوانان يې په اختریز بنډار کې راټول کړي دي:

((نن د خوست د بیلابیلو سیمو ځوانان په هېوادپال ځواک کې راغونډ شوي دي، لیکوالان، شاعران او همدارنګه دلته د هنر مینه وال دي، زه فکر کوم چې دا د ځوانانو او خوست له پاره ښې شیبې دي، خو دا ډول بنډراونه زموږ په خوست کې ډېره سابقه او مخینه لري، هر کله په داسو حجرو کې ځوانان راټولیږي، نو نن موږ هم دادی د هېوادپال ځواک په حجره کې راټول شوي یو.))

د خوست د خپلواک تیاتر مشر سلطان محمود خیرخوا مشال راډیو ته وویل، چې د اخترونو له پاره د ځانګړو برنامو جوړول د پخوا نه په خوست کې دود دي، نوموړی دا ډول بنډراونه ځکه خوښوي چې په خپله سیمه ییز سندرغاړي، ځايي شاعران، ژڼکي او د هنر مینه وال په کې راغونډیږي:

((اخترونه پخوا په کلیو، اطرافو او بیلابیلو سیمو کې د ځانګړو رواجونو په شتون کې لمانځل کېدل، شاعرانو او هنرمندانو به په کې خپله هنرنمايي کوله، په خوست کې اوسمهال ډیرې ادبي او فرهنګي ټولنې لري، چې دا ټولنې بیا په خپل وار سره اختر لمانځي، نن ورځ هم د هېوادپال ځواک په تالار کې دادی د اختر دریمه او وروستۍ ورځ لمانځل کیږي، موږ د خپلې سیمې بلبل غږي شاعران او هنرمندان لرو، دا پروګرام ډېر ښایسته پروګرام وو، په دې ډول د خوست په مختلفو سیمو کې دا اخترونه لمانځل کیږي او په ډېر ښکلې ډول لمانځل کیږي.))

یاده دې وي، چې په دې اختریز بنډار کې دریو تن سیمه ییزو سندرغاړو عاشق ساهو، دلاور غمځپلي او امجد په زړه پورې سندرې وویلې، ژڼکیو اتڼونه وکړل او د خوست یو تن وتلي د تیاتر لوبغاړي مبارز بیدار د موسیقۍ په بدرګه طنزیه سندرې وړاندې کړې او څو ډرامې يې اجراء کړې، چې ګډونوالو دا ټول د لاسونو په پړقا او ګرمو ولولو ونمانځل.

XS
SM
MD
LG