د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: په سږني اختر کې دوې غبرګې خوشالۍ لمانځو


د خوست اوسیدونکي وايي، چې سږ کال افغانان د لوی اختر او د نوي منتخب حکومت د جوړیدو جشن یو ځای لمانځي.

خوست: د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکي وايي، چې سږ کال افغانان د لوی اختر او د نوي منتخب حکومت د جوړیدو جشن یو ځای لمانځي.

دوی غوښتنه کوي، چې تر دې وروسته به د جګړې ښکیلې خواوې ټول د سولې په یوه ټغر سره کیني او خپلې سیاسي ستونزې به د مذاکراتو او افغاني مفاهمي له لارې حل وفصل کړي.

دوی چې نن د شنبې په ورځ د لوی اختر د لمانځه وروسته مشال راډیو سره خبرې کولې د خپلو مالدارو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه، چې د ټولنې د بې وزله او غریبو کسانو سره تر وسه، وسه مرستې وکړي.

په خوست کې د لوی اختر لمونځونه په قومي عیدګاوو او بیا په خوست ښار کې په مرکزي جومات، د خوست ښار د مټاچینې په ستره عیدګاه او متون خوړ کې ترسره شول او خوستوالو تر لمنځونو وروسته یو بل ته د لوی اختر مبارکۍ ورکړې او یو بل ته يې د سوکاله او ارامه ژوندانه هیلې وړاندې کړې.

د خوست امنیتي مسوولینو مشال راډیو ته وویل، چې په ټولیز ډول په دې ولایت کې د اختر لمونځونه د امن په فضاء کې ترسره شول او تر پایه د کومې مهمې امنیتي پيښې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

خوستوال مشال راډیو سره په خبرو کې سږني اختر ته له دې کبله ډېر خوشاله دي، چې لوی اختر او نوی حکومت یو ځای راغلل او دوی تمه لري، چې نوی افغان حکومت به وکولای شي د دایمي سولې له پاره د جګړې ښکیلې خواوې په یو ټغر سره کښېنوي.

د حمیدالله روښان په نامه یو کس وویل ، ً په لومړي قدم کې ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول ټولو خوستمیشتو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم، وروسته دې اختر ته ټول خوستوال او ټول افغانان ډېر خوشاله دي، چې له یوې خوا لوی اختر راغلی او بل لوري ته په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت جوړشوی، خدای دې وکړي چې د دې اختر له طفیله به د جګړې ټولې ښکیلې خواوې په یو ټغر راټول شي او په افغانستان کې به دایمي سوله او امنیت ټینګ شيً.

د خوست یو تن مدني فعال په خپلو خبرو کې لوی اختر او په افغانستان کې د نوی حکومت ټاکل کېدل د ولسونو لپاره دوې سترې خوشالۍ وګڼلې او ویې ویل، چې نوی حکومت باید داسې کړنې ترسره کړي، چې دا پلا د اداري فساد پر ځای په ښه حکومتوالۍ کې لومړی مقام وګټي.

روان نورزي نومي یو بل کس وویل ، ً زموږ لپاره خوشالي داده چې نوی حکومت او لوی اختر دواړه یو ځای سره لمانځو، د دې دواړو خوشالۍ او مبارکۍ یو ځای یو بل ته وایو، زموږ دا هیله ده چې نوی حکومت په ځانګړي ډول د حکومت اراکین او مشران داسې کړنې له ځانه وښيي، لکه څرنګه چې پخوا مو په فساد کې اول مقام لاره، چې دا ځل په شفافه او د ښو کړنو په ترسره کولو کې اول مقام ترلاسه کړوً.

د خوست یو بل تن اوسیدونکی فیض الله غمخور د افغان ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني احمدزي وروستي حکمونه او فرمانونه چې اختر ته نږدې يې د قانون د تطبیق او یوې شفافې ادارې د جوړولو له پاره صادر کړي وستایل او ویې ویل، چې دې کار د افغانستان د پرمختګ لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړي دي:

فیض الله غمخور زیاته کړه چې ، ً دا اختر ډېر د خوښیو او خوشالیو اختر دی، ځکه زموږ نوي ولسمشر په تېرو څلورو، پنځو ورځو کې چې موږ يې وینو او کوم حکمونه او فرمانونه چې ده صادر کړي دي، دا د افغانستان د خلکو له پاره امید بخښوونکي دي او د دې هېواد خلک امیدواره دي چې افغانستان به تر دې وروسته په یو نسبتاً پرمختللي هېواد بدل شيً.

د مدني ټولنې دوو تنو غړو نسیم لیوال او افسرولي سعادت هم د ټولنې د شتمنو کسانو غواړي، چې هغه کورنیو سره مرستې وکړي، چې بې وزله دي او د اختر لپاره يې قربانۍ نه دي کړي.

نسیم لیوال وویل ، ً د ټولنې د شتمنو خلکو مې دا هیله ده، چې هغو مظلومو او غریبو هېوادوالو سره چې د اختر په ورځو کې مرستو ته اړتیا لري، دوی سره تر وسه وسه مرستې ونه سپموي او د هغوی لاسنیوی وکړيً.

افسرولي سعادت بیا وویل چې ً زه خپلو ټولو هېوادوالو ته د لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم، د ټولو هېوادوالو څخه مې غوښتنه داده، هغه چا سره چې په دې اختر کې يې قربانۍ نه دي کړي، یا نوي کالي يې نه دي کړي دوی سره د مرسته او همکاري وکړيً.

یاده دې وي په خوست کې د یاد ولایت ملکي او پوځي چاوراکیو د لوی اختر لمونځ په مرکزي جامع جومات کې اداء کړ، خوست والي عبدالجبار نعیمي لمونځ کوونکو ته وینا کې د وزیرستاني کډوالو سره د ډېرو مرستو په کولو ټینګار وکړ.

نعیمي همدارنګه وویل، چې وزیرستاني کډوال د جګړې او عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته هرو مرو یوه ورځ خپلو کلیو او کورونو ته ستنیږي، خو باید د خوست د خلکو د میلمه پالنې، دیانت او مرستې ښې خاطرې له ځانونو سره یوسي او تل خوستوال په ښه نوم یاد کړي.

XS
SM
MD
LG