د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا تعلیمي نصاب کې نوي بدلونونه کېږي


ښاغلی بایک وايي، دا څوک چې په ګوډ مارنینګ اعتراض کوي، نو دوی په دې ولې اعتراض نه کوي چې دلته په مورنیو ژبو تعلیم موږ لازمي کړی وو، او دوی په انګرېزۍ ژبه کړ.

پاکستان تحریک انصاف په خېبر پښتونخوا کې د خپل اتحادي ګوند جماعت اسلامی لخوا په تعلیمي نصاب کې د بدلون غوښتنې منلې دي. د دواړو ګوندونو صوبايي وزیرانو ویلي چې دوی به په نصاب کې د اسلام او خپل کلتور سره سم بدلونه وکړي. خو مخالف سیاسي ګوندونه وايي چې د تحریک انصاف په مشرۍ اتحادي حکومت تعلیم ته هم سیاسي بڼه ورکوي.

خېبر پښتونخوا کې واکمن اتحادی ګوندونو پرون د صوبايي کابینې له غونډې ورستو پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي په تعلیمي نصاب باندې خپلمنځي اختلافات هوار کړي دي.

له پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکي د تعلیم صوبايي وزیر محمد عاطف مشال ریډیو ته وویل چې دوی د جماعت اسلامي پر غوښتنو سلا شوي دي او د خپل مذهب او خپل کلتور سره سم به په نصاب کې بدلونونه وکړي.

«څه څیزونه د چا په خیال کې به داسې چې په هغه کې به یو څه مسلې وې مثلا د سلام پر ځای ګوډ مارنینګ لیکې،نو سلام باندې څوک هم اعتراض نه کوي یا یو ماشومه له خپلې مور سره په سکرټ کې ناسته ده نو دلته سکرټ څوک هم نه اچوي، یا تاریخ هم داسې لیکل شوی چې بنګله دېش له پاکستانه ازاد شوی دی. نو له دې داسې ښکاري لکه پاکستان چې پر هغوی هغوی قابض وو. خو داسی وه نه یا کشمیر د پاکستان نقشه کې نه وو نو دا بدلونونه به کوو او اتظامي اصلاحات به هم کوو نو دا د تعلیم نظام به هله ښه کېږي»

له جماعت اسلامی سره تعلق لرونکې د ښارولۍ «بلدیاتو» صوبايي وزیر عنایت الله وايي، چې دوی په تعلیمي نصاب کې د باچا خان او غني خان په مضمونونو کې هم اصلاحات راوستل غواړي ځکه چې پر دې د یوه سیاسي ګوند رنګ پروت دی.

بلخوا د پخواني حکومت د تعلیم پخواني صوبايي وزیر او خېبر پښتونخوا کې د مخالف ګوند عوامي نېشنل پارټۍ پارلماني غړی سردار حسېن بابک وايي، چې دوی نه په تاریخ پوهېږي او نه هم په خبر دي، نو ځکه داسې اعتراضات کوي. دا د پښتونخوا خپل تاریخ او حقیقت دی، په دې کې سیاسي، غیر اسلامي او یا د پښتونوالې ضد هېڅ هم نشته. د دوی دا عمل د پښتونخوا ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کول دي.

«د عوامي نېشنل پارټۍ په مشرۍ مخکیني حکومت هېڅ سیاسي نصاب نه دی جوړ کړی بلکې دا یې د دخاورې د تاریخ نصاب کښلی دی. او یو څوک چې په تاریخ او سیاست کې فرق نشي کولای دا خو د هغوی قصور دی. دویمه خبره دا ده چې دا څوک په ګوډ مارنینګ اعتراض کوي، نو دوی په دې ولې اعتراض نه کوي چې دلته په مورنیو ژبو تعلیم موږ لازمي کړی وو، او اوس دوی تعلیم په انګرېزۍ ژبه کړ. په انګرېزۍ ژبه اعتراض نه کوي یوازې ګوډ مارنینګ ته یې پام دی. دوی د ماشومانو پر جامو او د هغوی پر وړو وړو خبرو اعتراض کوي دا خو دېره عجیبه خبره ده.»

د یادونې ده چې د جماعت اسلامي صوبايي امیر پروفېسر ابراهیم څو څو واري په ویناګانو کې دړکه ورکړې وه که صوبايي حکومت په سلېبس کې د دوی غوښتنې ونه منلې نو له حکومته به بېل شي.

XS
SM
MD
LG