د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بریتانیا په افغانستان کې د ښکلتیا لویه بیه ورکړې'


د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون
د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون

ګارډين ورځپاڼه ليکي چې د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون د زيارت پر ورځ کابل ته له رسېدو وروسته وويل چې د ده هېواد په افغانستان کې د ښکيلتيا لوی قيمت ادا کړی دی.

د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون ويلي له دوه زره لسم کال راهيسې په بریتانيا کې د ترهګرو بريدونو په لسو کې د نهه بريدونو پلان په افغانستان يا پاکستان کې جوړ شوی وو. دا خبره نوموړي پرون «پنجشنبه» کابل ته د ناڅاپي سفر پر وخت کړې ده.

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي حکومت تر جوړېدو وروسته دا د يوه هېواد د مشر کابل ته لومړی سفر دی.

ګارډين ورځپاڼه ليکي چې د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون د زيارت پر ورځ کابل ته له رسېدو وروسته وويل چې د ده هېواد په افغانستان کې د ښکيلتيا لوی قيمت ادا کړی دی.

خو د ده په برخه داسې کول ډېر ضروري وو او هم د دوی د ښکيلتيا له وجې افغانستان اوس ډېر بدل شوی دی.

نوموړي د افغانستان په اړه وويل چې دا هغه ځای دی چې د يوولسم سیپټېمبر بريدونو پلان پکې جوړ شوی وو او دا هغه ځای دی چې يو شميرنورې حملې پکې پلان شوې وې.

ډيوډ کيمرون زياته کړه چې له دوه زره لسم کاله راهيسې په برتانيا کې د لسو ترهګرو بريدونو ترسره کولو پلان جوړ شوی وو چې پکې د نهو منصوبه بندي په افغانستان يا په پاکستان کې شوی وه خو د ده په وينا اوس دغه شمېر شاوخوا نيمايې ته راکم شوی دی.

ښاغلي کيمرون وويل چې په افغانستان کې د القاعدې تربيتي کېمپونه له مينځه وړل شوي دي.

د بریتانیا وزيراعظم زياته کړه چې په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي ماموريت يا مشن اصلي مقصد د خپل هيواد امنيت ساتل وو او د دې لپاره د افغان پوځ او پوليسو صلاحيت ښه کول وو چې دا رنګه دا هېواد د القاعده پناه ځای جوړ نشي.

ډيوډ کيمرون زياته کړه چې ده په دوه زره لسم کال کې دا ژمنه کړې وه چې په دوه زره څوارلسم کال کې به ټول برتانوي عسکر له افغانستانه راوباسي نو د ده په وينا ده اوس دغه وعده پوره کړې ده.

خو البته ده زياته کړه ددې مانا دا نه ده چې بریتانیا بېخي افغانستان پرېږدي بله د ده په خبره دوی به مالي مرسته جاري ساتي او د افغانستان امنيت ساتلو کې به خپله برخه اچوي.

ګارډين ورځپاڼه وايي، د بریتانیا ځواکونو له دوه رزه لومړي کاله په افغانستان کې ماموريت تر سره کړی چې پکې د دې هېواد شاوخوا څلور سوه دري پنځوست عسکر وژل شوي.

XS
SM
MD
LG