د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان اجرایوي ریس او مرستیالانو رسما خپل کار پیل کړ


اجرایوي ریس عبدالله عبدالله له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره روغبړ کوي
اجرایوي ریس عبدالله عبدالله له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره روغبړ کوي

عبدالله عبدالله وویل، چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې به د افغانستان د امینت ثبات او ودې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ملي وحدت حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالانو د چهارشنبې په ورځ خپلې دندې رسمآ پیل کړې.

ولسمشر اشرف غني احمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې هغوی ته په خپلو کارونو کې د بریا هیله وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ملي وحدت حکومت به د افغانستان د پرمختګ لپاره ډیرې هڅې وکړي.

په عین حال کې عبدالله عبدالله وویل، چې د ملي وحدت د حکومت په چوکاټ کې به د افغانستان د امینت ثبات او ودې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.

جمهور رییس اشرف غني احمدزي یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت به اصلاحات راولي او په دې هېواد کې به د ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي.

ښاغلي احمدزي د ملي وحدت د حکومت د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د کار د پیلیدو په مراسمو کې څرګنده کړه چې؛ افغانستان له جګړو او نفاق څخه ستړي شوي او ټول په دې هیواد کې ثبات او له بیوزلۍ نه د وتلو غوښتونکي دي.

د ښاغلي احمدزي په خبره د ملي وحدت د حکومت په چوکاټ کې لازم اصلاحات رامنځ ته او د افغانستان د پیاوړتیا لپاره به جدي هڅې وشي:

"د حذف سیاست باید زموږ په سیاسي فرهنګ کې ځای ونه لري بلکې د همپالنې، یوبل منلو او اصلاحاتو سیاست هغه څه دي چې زموږ ملت پرې اجماع لري.

دا ملی اجماع به انشاالله مونږ په ټینګه سیاسي اراده بدله کړو. "

د ډاکټرعبدالله ترڅنګ د هغه مرستیالانو محمدخان او محمد محقق هم خپلې دندې پیل کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ګڼ شمېردولتي چارواکو او قومي مخورو هم برخه اخیستې وه.

د ملي وحدت د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وویل چې؛ په افغانستان کې به د امنیت، ثبات او د ملکي او پوځي ادارو د پیاوړتیا لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.

هغه څرګنده کړه چې؛ د افغانستان خلک د امنیت ترڅنګ د ښه ژوند کولو حق لري او ژمنه یې وکړه چې؛ د خلکو د دې حق لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي:

"موږ باید د قانون حاکمیت او هغه ژمنې چې له خلکوسره مو کړي عملي او له دولت سره د خلکو اړیکه په واقعي ډول ټینګه کړو.

دا د ټولنیز عدالت او برابرۍ پراساس کولای شو رامنځ ته کړو او دا له هربل څه نه کولای شي د افغانستان د خلکو د ثبات او ډاډ سبب وګرځي."

ولسمشراحمدزي او ډاکټرعبدالله په انتخاباتو کې مخالفتونو او پریو بل انتقادونو ته هم اشاره وکړه خو ویې ویل، چې اوس په یو ټیم کې ملګري دي او د افغانستان د خلکو د پرمختګ او آرامۍ لپاره به خپلو کارونوته دوام ورکړي.

خلک هم هیله لري چې ولسمشراحمدزی او اجرایوي رییس عبدالله له خپلو کړیو ژمنو سره سم په ګډه له اداري فساد سره ټینګه مبارزه اود افغانستان د پرمختګ اوپیاوړتیا لپاره جدي کار وکړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG