د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت اجرايوي مشر صلاحيتونه او اختيارات


ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي افغان چارواکي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، ولسمشر چې هر وخت وغواړي، اجرايه مشر له دندې ګوښه کولای شي.سربېره پر دې، اجرايه مشر ته به اختيارات د ولسمشر د فرمان له مخې ورکول کيږي.

امريکايي فارن پاليسي مجلې د هغه موافقې پر اساس چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو تر مينځ لاس ليک شوه او په ترڅ کې يې د ملي يووالي حکومت جوړېدو ته لار هواره شوه، د افغان حکومت د اجرايوي مشر د صلاحيتونو او اختياراتو د څرنګوالي په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، اشرف غني او عبدالله عبدالله د يوې موافقې لاس ليک کولو په ترڅ کې بالاخره د افغانستان له انتخاباتو سره تړلې څو مياشتنۍ مسالې له مينځه يوړې او د ملي يووالي حکومت يې جوړ کړ.

د دې معاهدې په ترڅ کې اشرف غني د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شو او د هغه سيال، عبدالله عبدالله، ته په حکومت کې د اجراييوي مشر څوکۍ ورکړل شوه.

په ليکنه کې د معتبرو نړيوالو رسنيو، لکه بي بي سي، نيويارک ټايمز او ګارډين لخوا د رپورټ شويو خبرونو حوالې ورکړل شوي دي چې پکې ويل شوي، عبدالله عبداالله يا د نوموړي لخوا د اجراييوي مشر څوکۍ لپاره نومول شوی کس به د يوه هېواد د وزيراعظم په څېر اختيارات ولري.

د ليکنې تر مخه، د شوې لوظنامې په مسوده کې هم ليکل شوي چې اجراييوي مشر به د حکومت د وزيراعظم په څېر کار کوي.

خو د فارن پاليسي مجلې ليکنه وايي، هغه څه چې په لوظنامه کې ليکل شوي او يا يې هم په اړه په رسنيو کې خبرونه خپاره شوي، له حقيقت څخه ډېر لرې دي.

ليکنه کاږي، د فارن پاليسي د سيپټمبر مياشت د پينځمې نېټې په ګڼه کې ويل شوي وو چې د افغانستان نوی اجراييوي مشر به په بشپړه توګه بااختياره نه وي.

د ليکنې تر مخه، په معاهده کې هم ليکل شوي چې اجرايه مشر به د هېواد ولسمشر ته ځواب ورکوي.

ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي افغان چارواکي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، ولسمشر چې هر وخت وغواړي، اجرايه مشر له دندې ګوښه کولای شي.

سربېره پر دې، اجرايه مشر ته به اختيارات د ولسمشر د فرمان له مخې ورکول کيږي.

ليکنه وايي، دا اوس په افغان ولسمشر پورې اړه لري چې اجرايه مشر ته اختيارات ورکوي او که نه د يوه سلاکار په حيث، چې هېڅ حکومتي اختيارات و نه لري، يې ساتي.

په نيويارک پوهنتون کې د نړيوالې همکارۍ مطالعاتو څانګې مشر بارنټ رابن ورځپاڼې ته ويلي، په راتلونکي افغان حکومت کې د عبدالله عبدالله رول او نفوذ ښايي د نوموړي له نوي ولسمشر اشرف غني سره پر اړيکو منحصره وي.

ښاغلي رابن زياته کړې، اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه پوهيږي چې له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام يقيني کول هم تر ډېره د دوی لخوا په ګډه د حکومت کولو له خبرې سره تړلي دي.

XS
SM
MD
LG