د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د رسنيو تر منځ کرکټ سيالۍ پيل شوې


د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ دا سيالۍ به شل ورځې دوام وکړي چې هر ټيم به په کې درې ، درې لوبې د سياليو ټيمونو سره ولوبوي.


په ننګرهار کې د سيمه ييزو راډيو ګانو تر منځ د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ د لوبو دولس اووريزې سیالۍ پيل شوې. په دې سياليو کې د دولسو راډيوګانو ټيمونو برخه اخيستې چې هره ورځ به د دوو ټيمونو تر منځ يوه لوبه تر سره کيږي.

د افغانستان په ختيځ زون کې د سيمه ييزو راډيو ګانو د ټيمونو تر منځ د کرکټ دا سيالۍ د وړتيا يا د لوبو پالوونکي ادارې له اړخه د افغان کیبل ټلويزيوني شبکې په مرسته د جلا ل اباد ښار په سراج العمات بڼ د لوبو په ميدان کې د اتوار په ورځ مازيګر مهال پيل شوې.

د کرکټ سیالیو چمتو کولو کاريډله
د کرکټ سیالیو چمتو کولو کاريډله


د وړتیا ادارې مشر اکرام الله اکرام مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، يادې سیالۍ يې د رسنيو د ښې همغږۍ او د خپلو اتلانو د ياد ساتلو په خاطر پيل کړي دي، نوموړی وايي:
« موخه مو له دغو سياليو څخه دا ده چې په ننګرهار کې د رسنيو تر منځ يو ښه همغږي رامنځته کول او تر ټولو نه مهم دا ده چې موږ غواړو چې خپل ملي اتلان، خپل ستر غازيان، غازي امان الله خان د دوی پيژندنه ځوانانو ته ده چې لږ تر لږه ځوانان د ازادۍ په قدر باندې پوه شي، د ازادۍ د ساتنې په قدر پوه شي.»


د دغې سياليو لومړۍ لوبه په جلال اباد کې د انعکاس راډيو او په لغمان کې د نوښت راډيو د ټيمونو تر منځ تر سره شوه چې د انعکاس راډيو په ګټه تمامه شوه. د نوښت راډيو يو تن لوبغاړی وفا محمد ناصري مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې که لوبه يې وبایلله، نو حوصلې يې نه دي بایلودي.
« زمو ټيم يو پیاوړي ټيم دی او مقابل ټيم يې هم يو پياوړي ټيم و. موږ خپلې حوصلې له لاسه نه دي ورکړي او په راتلونکي ميچونو کې به هغه خپله وړتيا ثابتوو.»

د کرکټ دغې سياليو ته د کرکټ د لوبې په سلګونه تنه مينه وال هم ورغلي وو.
« طاهر راز يم، د کرکټ يو تن مينه وال، مخکې هم دغسې ټورنمنټ شوي، د رمضان کپ په نوم هم د شپې له خوا يو ټورنمنټ و. هغې ته هم راتللم او اوس چې د رسنيو له خوا نه کوم ټورنمنټ جوړ شوی، دې ته هم راغلي يم او تر څو چې دغه لوبې وي، زه به ورته راځم.»


د کرکټ د لوبو يو تن مينه وال خوشحاله و چې د کرکټ د سياليو ننداره کوي.
د کرکټ دغې سيالۍ د افغانستان د ملي لوبډلې يو تن غړي باطن شاه هم ننداره کوله، نوموړي دغه شان سيالۍ د کرکټ د پرمختګ لپاره غوره وبللې. ده مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« دغسې يو کرکټ ډیر مفيد دی، هغه سهولتونه چې کوم په خارج کې دي، هغه موږ نه لرو، نو دغه کرکټ د هاټ بال د شروع کیدو لپاره تر څو چې يو لوبغاړي په ټینس بال کې ښه پلير(لوبغاړی) وي نو هغه کولای شي چې په اینده کې په هاټ بال کې هم خپله وړتيا وښيي.»

د يادولو ده چې د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ دا سيالۍ به شل ورځې دوام وکړي چې هر ټيم به په کې درې ، درې لوبې د سياليو ټيمونو سره ولوبوي.

XS
SM
MD
LG