د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ملګرو ملتونو باندې دړکې یا پر دوی لفظي بریدونه کول د منلو نه دي "


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی جان کوبیز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی جان کوبیز

ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې که په افغانستان کې ددوی کارکونکي وځورول شي نو دوی به له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مشن یوناما یو چارواکي د ټویټر په یو پیغام کې ویلي : ملګرو ملتونو تهګواښونه کول او یا پر دوی لفظي بریدونه د منلو نه دي .

دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کیږي چې یو شمیر مظاهره چیان په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوي وو او دا اداره یې په انتخاباتو کې په درغلیو تورنوله . مظاهره چیانو د ملګرو ملتونو خلاف نارې وهلې .

ملګرې ملتونه د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د نتیجو په کړکیچ کې منځګړیتوب کوي .

په داسې حال کې چې تر اوسه د دوو امیدوارانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د یو حکومت د جوړولو خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې ، د انتخاباتو خپلواک کمیشن ویلي تر راتلونکې اونۍ به د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي .

XS
SM
MD
LG