د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې یو ځانمرګی بریدګر ووژل شو


د نني وژل شوي ځانمرګي حمله کوونکي واسکټ
د نني وژل شوي ځانمرګي حمله کوونکي واسکټ

نن ماسپښین نږدې دوه بجې یو ځانمرګی بریدګر چې د خوست د والي د دفتر ودانۍ ته ننوتی وو، مخکې له دې چې په ځان پورې تړلې چاوديدونکي مواد وچوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

نن ماسپښین نږدې دوه بجې یو ځانمرګی بریدګر چې د خوست د والي د دفتر ودانۍ ته ننوتی وو، مخکې له دې چې په ځان پورې تړلې چاوديدونکي مواد وچوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د خوست د والي د مطبوعاتي دفتر له خوا مشال راډیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانمرګی بریدګر د خوست په اداري کمپلیکس ته ننوتی وو چې د والي د ساتونکو له خوا وپيژندل شو او وړاندې له دې چې ځان هدف ته ورسوي او یا ځانته چاودنه ورکړي، له منځه یووړل شو.

ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ پرځان کړی وو، څلور لاسي بمونه او یوه تمانچه هم ورسره وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مهال د خوست والي او د هغه مرستیال دواړه په خپلو دفترونو کې وو او په اداري کمپلیکس کې د نورو مامورینو سره یو ځای يې دفتري چارې سمبالولې.

په دې پيښه کې کوم بل چاته زیان نه دی رسیدلی. تر اوسه د ځانمرګي بريد د کوشش کوونکي دغه کس پيژندګلوي نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG