د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې چمن اتل لوبغاړی په کېرغیزیا لوبډله کې


د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې چمن اتل فوټبالر کلیم الله
د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې چمن اتل فوټبالر کلیم الله

کلیم الله د پاکستان د فوټبال تاریخ لومړۍ لوبغاړۍ دی کوم چې د یو لاک امریکایي ډالرو یا خوا وشا یو کروړ پاکستاني روپیو د یوه ګران بییه تړون له مخې د کرغېزیا په یوې لوبډلې کې شامیل شوی دی.

د بلوچستان پښتون مېښتې سیمې،چمن اوسېدونکی د فوټبال ځوان لوبغاړی کلیم الله وایې چې له یوې درنې معاهیدې وروسته دا وخت په کرغېزېا کې په لوبو کې بوخت دی او مخته هدف یې اوس اروپایي اتلولۍ دي. دی زیاتوي،د ده ګټلی مقام له خواریو اومحنت وروسته ممکن شوی دی.

کلیم الله د پاکستان د فوټبال تاریخ لومړۍ لوبغاړۍ دی کوم چې د یو لک امریکایي ډالرو یا خوا وشا یو کروړ پاکستاني روپیو په ګران بییه تړون د کرغېزیا په یوې لوبډلې کې شامیل شوی دی.

د چمن فوټبالر کلیم الله اروپایي اتلولیو ته ځان رسوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

کلیم الله له کرغېزیا د ټیلیفون پر کرښه مشال رېډیو ته ووېل چې دغه راوړی مقام به یې نه یوازې لوبې ته پرمختګ ورکړي، بلکې افتصادي ستونزه به یې هم تر ډېره حده ورسره هواره شي.

“دا هر څه مې له سختې خوارۍ او پاملرنې وروسته ترلاسه کړېدي. د کرغېزیا لوبډله چې اېف-سي ډورډویې نومېږي، د دې په خلاف ما څو لوبې کړې وې او په هغو کې مې باقاعیده ګولونه کړي وو. د دغې لوبډلې څارونکي «کوچ» زه څو واره لیدلی وم او زما لوبه یې خوښه شوې وه.نو په لومړي سر کې یې وړاندیز راکړی چې د ۶ میاشتو لپاره یې په لوبډلې کې شامیل شم.وروسته له دغې مودې بیا یې راته وویل چې لوبه یې خوښه شوېده اومعاهیده (کنټرېکټ) تر ۲ کلونو پورې غزول غواړي.نو بیا د یو لک امریکایي ډالرو (خوا وشا یو کروړ پاکستاني روپیو) په لګشت مې معاهیده ورسره وکړه او دا وخت دلته ورسره په لوبو کې بوخت یم”

محمد عیسا زیاتوي چې اوس د پخوا په پرتله، د ځوانانو لپاره ښې مواقع دي او بهرني هېوادونه د سیمې لوبغاړي ښه په ګران قیمت اخیستلو ته هم تیار وي.

کلیم الله زیاتوي چې اوس مخته هدف یې اروپایي فوټبال اتلولۍ دي.

« داسې نه ده چې بس زه به اوس ارام کښېنم او بس دې ته به خوشاله یم چې ښې پېسې مې وګټلې،نور نو څه کوم؟ نه،منزل مې لا هم پاتې دی او هدف مې لا هم نه دی تر سره.هغه دا چې اوس به که خدای کول،ډېر ژر یورپ کې تر فوټبال اتلولۍ ځان رسوم او بیا به سیمې ته نوم راوړم»

د چمن اتل لوبغاړی کلیم الله
د چمن اتل لوبغاړی کلیم الله

کلیم الله هیله من دی چې په کامیابي سره به یې د سیمې نور ځوانان هم وهڅېږي او هغوي به هم خواري ته ملا وتړي،ولې چې د ده په خبره،اوس تړل شوي ورونه خلاس شویدي اوځوانان هیله من شویدي چې دوي هم ډېر څه کولای شي.

کلیم الله د پاکستان مشهور فوټبالر محمد عیسا خپلوان دی.محمد عیسا په دغه اړه وویل چې د کلیم الله بریالیتوب اوپرمختګ د بلوچستان پښتنو فوټبال د پرمختګ زیری دی.

«دا د پاکستان د فوټبال د تاریخ ډېره درنه اوګرانه معاهیده (کنټرېکټ) دی چې کلیم الله ترلاسه کړی دی.دا یقینًا زموږ ټولو لپاره لویه خبره ده.ما دغه هلک (کلیم الله) ترلاس نیولی او لارښوونه مې ورته کړېده. ما دی د کې-آر-اېل (یوه پاکستاني فوټبال لوبډله) ته راوړی او وروسته نو حقیقت دا دی چې ده ښاته نه دي کتلي او پرله پسې خواري یې کړې ده»

محمد عیسا زیاتوي چې اوس د پخوا په پرتله، د ځوانانو لپاره ښې مواقع دي او بهرني هېوادونه د سیمې لوبغاړي ښه په ګران قیمت اخیستلو ته هم تیار وي.

یاده دې وي چې کلیم الله ۲۲ کلن ځوان او دا وخت د پاکستان قامي لوبډلې لوبغاړی هم دی.نوموړی دا وخت په کرغزیستان کې د ملینونو روپیو په قیمت لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG