د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ډيورنډ کرښه د اسلام اباد کنده نه منو'


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عثمان کاکړ وویل، څو کاله مخکې د جنرال مشرف په وخت کې هم دوی ویل چې پر دې کرښه اغزن تار لګوو. هغه وخت هم لر بر پښتنو افغانانو د دې غندنه کړې وه او له منلو يې انکار کړی وو.

په کوټه کې د پاکستان سرحدي ځواک له مرکزي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ غځېدلې ډیورنډ کرښه باندې یې خواوشا څلورسوه اتیا کیلومیټره اوږده کنده «خندق» کيندل پېل کړې. د دوی په خبره له دې سره به د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو، ګرېزګرو »قاجاقبرو» او غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

دغه کنده اته فوټه ژوروالی او لس فوټه وسوروالی لري، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو په خبره د درې نیم سوه کیلومیتره په شاوخوا کې يې بشپړه کړې ده. او پاتې شاوخوا سل کیلومیټره به په نيژدې راتلونکې کې بشپړه شي.

خو په کوټه کې مېشت سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ بیا وايي، دوی د دې خندق کيندلو غندنه کوي. او زیاتوي ترهګر او قاچاقبر په غرونو کې نه بلکې پر سمو پخو سړکونو تګ راتګ کوي.

« دا پالیسي نه د ایف سي ده او نه د ملېشې ده. بلکې دا د اسلام اباد تګلاره ده. او دوی چې وايي، دلته قاچاقبر سمګلران يا ترهګر راځي، دا ګردې غلطې خبرې دي. د هیروینو قاچاقبران، د وسلې او د نورو نشيي توکو قچاقبران ګړد پر دغه چينو را روان دي. د ایف سي په پوستو راتېرېږي. له دې خوا ازاد او جمهوري افغانستان ته ترهګر پر همدغو پوستو او پخو سړکونو ځي. نو دا هسې يوه بهانه ده چې دوی يې کوي.«

عثمان خان کاکړ دا پرېکړه په کوټه کې د ملېشه و نه بلکې د اسلام آباد پرېکړه بولي او زیاتوي، اسلام آباد باید له داسې کړنو لاس واخلي. د کاکړ په خبره تردې وړاندې هم لر بر پښتنو د دې کار غندنه کړې او اوس يې هم په سختو ټکيو غندنه کوي.

؛ څو کاله مخکې هم دوی ویل چې پر دې کرښه اغزن تار لګوو. هغه وخت هم لر بر پښتنو افغانانو د دې غندنه کړې وه او له منلو يې انکار کړی وو. دوي دا واک نه لري چې داسې کار وکړي. د دوی دا کار هېڅوک هم نه مني او نه پرې خوشال دي. يو قبیله دلته پرته ده. کلی يې دې غاړې ته دی، هدیره يې هغه بلې غاړې ته دی. زميندارانې دي، د خلکو تګ راتګ دی، ژوند دی. او يو وطن دی؛

له ډيورينډ کرښې سره څېرمه د چمن سیمې يو اوسېدونکی رمضان چې د بولدک او چمن ترمنځ کاروبار کوي، مشال راډيو ته وویل، له دې کندې به د زرګونو پښتنو ځوانانو روزګار خراب شي.

؛ دا بارډر په هېڅ وخت کې دومره نه دی سخت شوی. که د شوروي دور وو، که د داود وو، که د خلقيانو وو، که د مجاهدو او که د طالبانو وو. پاکستان چې اوس دا کارکړی نو دا يې يواځې زموږ د روزګار ختمولو لپاره داسې کړي. پاکستان که ترهګر بندوي نو دا خوی دوی خپله دلته روزي، او هلته يې استوي، هغه دې بند کړي. له دې کار سره دوی يواځې پښتانه بېروزګاره کوي او ترهګري ته به يې مجبور کړي؛.

د ویلو وړ ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورينډ کرښه ۲۴۳۰ کیلومیتره اوږدوالی لري، چې په خواوشا کې يې دواړو غاړو ته پښتانه مېشت دي.

XS
SM
MD
LG