د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: افغانستان د هند ملګری او متحد دی


کرزی: افغانستان د هند ملګری او متحد دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ولسمشر حامد کرزي د هند بهرنو چارو وزیرې سوشما سواراج سره په ارګ کې د لیدو پر مهال

سوشما سواراج په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د هند بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سواراج سره په لیدو کې ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکې حکومت به هم له هند سره خپلو دوستانه اړیکو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په ملکي او پوځي برخوکې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د دوست هېواد هندوستان د پروژو او د یو شمېر سیمه ایزو مسایلو په باب خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي و سوشما سواراج ته د هرکلي پر مهال وویل چې تاریخي اړیکو او هم د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډو ګواښونو ته په کتو سره، افغانستان د هند هېواد ملګری او متحد دی.


حامدکرزي د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته وویل لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي.

ولسمشر کرزي له افغانستان سره د هند هېواد د مرستو، پتېره زرګونو افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو ورکولو پر سر د هند مننه وکړه.

سوشما سواراج په خپلو څرګندونو کې وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره چې هر یو د انتخاباتو په نتیجه کې منتخب شي، هند به له راتلونکي افغان ولسمشر او حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG