د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې جمهوري نظام د ناجمهوري قوتونو مقابلې ته ولاړ دی'

د عوامي نیشنل ګوند یو مخور مشر افراسیاب خټک
د عوامي نیشنل ګوند یو مخور مشر افراسیاب خټک

په پاکستان کې د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو احتجاجي ناستې روانې دي. عمران خان او طاهر القادري دواړه د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي او په نظام کې د بدلون خبره کوي.

همداراز، په شمالي وزیرستان کې د جون له میاشتې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي. د عملیاتو په اړه ځینې داسې اندېښنې دي چې ښايي په دې کې ټولې وسله والې ډلې نه په نښه کېږي.

هلته په پاکستان کې په تحریک طالبان پاکستان کې د اختلافاتو او وېش رپورټونه هم موجود دي او په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو تر دویم پړاو وروسته بحران هم هغه وخت ژور شو چې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د رایو د تفتیش بهیر او د دې نتیجو له منلو انکار وکړ.

پر دې ټولو موضوعاتو مو د پاکستان له سینېټر او د عوامي نیشنل ګوند له یوه مشر افراسیاب خټک سره خبرې کړې دي او له ده مو پوښتلي چې په اسلام اباد کې د روانو احتجاجي ناستو تر شا څه مقاصد دي؟

مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په پاکستان کې جمهوري نظام د ناجمهوري قوتونو مقابلې ته ولاړ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG