د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجددي د احمدشاه مسعود له تلینغونډې خپه ووت


په هېواد کې وروستۍ سیاسي او انتخاباتي ستونزې دومره جدي شوي چې د احمد شا مسعود د وژل کیدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې یې د یوه جهادي مشر د خبرو مخه ونیوله.

په هېواد کې وروستۍ سیاسي او انتخاباتي ستونزې دومره جدي شوي؛ چې د احمد شا مسعود د وژل کیدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت غونډه کې یې د یوه جهادي مشر د خبرو مخه ونیوله.

د شهید اونۍ او د جهادي قومندان احمدشا مسعود د وژل کېدو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله پلویانو د غالمغال په جوړولو سره دا مراسم ګډوډ کړل.

د دوی چیغې هغه مهال پورته شوې، چې جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددي د خبرو لپاره دریځ ته پورته شو؛ چې له غالمغال وروسته یې خبرې نیمګړې پاته شوې او له غونډې ووت.

که څه هم عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې له خپلو پلویانو وغوښتل؛ چې ښاغلی مجددي خبرو ته پرېږدي؛ خو دې غوښتنې ته یې پام ونه شو.

د عبدالله د پلویانو دا عمل د احمد شا مسعود د بنسټ د مشر احمد ولي مسعود له سخت غبرګون سره مخ شو.

ښاغلي مسعود هیله وښوده، چې په راتلونکو غونډو کې باید د جهادي او سیاسي مشرانو بې احترامي ونه شي.

"تاسو دا غالمغال په هر ځای کې کولای شوای؛ خو د افغانستان د عزت ورځ ده، دا ورځ باید وساتو، هیله ده، چې د مشرانو په وړاندې بیا داسې کار تکرار نه شي؛ تر څو وکولای شو، چې د مجاهدینو او د مقاومت د مشرانو عزت وساتو."

د یادولو وړ ده، چې جهادي مشر صبغت الله مجددي په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله د سیال اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی دی.

ښاغلي مجددي له انتخاباتو مخکې ویلي وو؛ چې په استخاره کې ورته معلومه شوې؛ چې اشرف غني احمدزی ولسمشرۍ ته یو مناسب شخص دی.

څیړونکي وایي، دا چې د عبدالله عبدالله پلویانو ښاغلی مجددي خبرو ته پرې نه ښود؛ اساسي علت یې همدا موضوع وه.

XS
SM
MD
LG